د تهران او ځينی نوره نړیوالې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107910-د_تهران_او_ځينی_نوره_نړیوالې_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  که وخت ؤ نو ځیني نوره نړیوالې ورځپاڼې به هم د رسره شریکې کړو .هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 06, 2021 12:49 Asia/Kabul
  • د تهران او ځينی نوره نړیوالې ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  که وخت ؤ نو ځیني نوره نړیوالې ورځپاڼې به هم د رسره شریکې کړو .هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دا هم د تهران چاپ  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام  سید احمد خاتمي  پخپلو خطبو کې روښانه کړې ، داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو یو ځل بیا امریکائي تیریګرو ته محکمه څپیړه ورکړه  چې باید ورځيني درس واخلی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،په عراق کې  د  وروستیو ترسره شوو پارلیماني انتخاباتو په نتیجو په اعتراض کې عراقیان بیا واټونو ته وتلي او په بغداد کې  دپولیسو او مظاهره  چیانو په اخ وډب کې څلور  کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي .

 د یمن  په مختلفو ولایتونو کې د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو مبارزانو ته  د سعودي ائيتلاف  څه دپاسه یو زر پنځه سوه پوځیان سره د وسلو تسلیم شوي دي .

په پاکستان کې د پيټرولو بیّې تر بې مخینې حده زیاتې شوي چې  وئيل کیږي یوسل شپږ څلویښت روپو ته چې معادل ئې کابو درویشت زره تومانه کیږي ، رسیدلي دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، په نیواکي ټاټوبو کې د جنوبی افریقا سفیر لیسیبا ماتشابا کله ناڅاپي  له فلسطینیانو سره  د څو صهیونیسټي پوځيانو  د وحشي ډوله چلند له نزدې ویني ، نو د فلسطینیانو ملاتړ ته دانګی او صهیونیسټي وحشي پوځيان هم ورسره ځيږ چلند کوي  چې د خولې شخړه ئې زیاتیږي .

دامریکا جنګ وزارت پنټاګان په یوې اعلامیې کې وئیلي دي ، د افغانستان په کابل کې  د عامو  خلکو وژله د جنګي قوانینو خلاف ورزي نه وه ،البته  یوه تیرونه وه .

             دا هم د تهران  رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ، د لبنان یو تکړه شناندی او لیکوال ناصر قندیل  وائي ، امریکا په عمان سمندر کې  د  ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو له خوا په مضبوطې څپيړې سره  یو ځل بیا په بې شرمۍ سره ئې د ناکامۍ یو بل  خوند څکلی  او دوي هڅه کوي په  دغې  بې شرمه او  اوڅاره ناکامۍ باندې برغولی کیږدي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  امریکا به جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې ته له ستنیدا وروسته  له ایران سره  دنورو موضوعګانو په سر هم خبرې اترې وکړ ي. داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د اسلامی شورا یوه  استازي حجةالاسلام  جواد نیک بین  ټينګار کړی ، امریکا د ایران د  اسلامی جمهوریت له سیاستونو سره  دمقابلې لپاره خپل درست زور کارولی دی،  او په درو څلویښتو کلونو کې ئې   اسلامی انقلاب  او د ایران میړنی ولس بایکاټ کړی  ،پوځي او اقتصادي جنګ ئې پرې تپلی حتی درملیز  اوخوراکي بندیزونو ئې هم ډډه نه ده کړې ،خو بیا به هم هیڅ په لاس ورنشي .

 د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائيل ګروسي ووئیل ، په ایران کې د آژانس څارونکي فعالیتونه  په سختو وریَځوډکې فضا کې  الوت کول دي .

د واشنګټن او بیجینګ ترمینځ تاؤتریخوالی او ترینګلتیاوې لاپسې پراخې شوي  او وئیل کیږي ،  د چین خارجه وزارت په یوه جدي ګواښ کې روښانه کړې ده که امریکا له خپلو کرغیړنو کړنو لاس په سر نشي ، نو  چین د امریکا د پيزواني کولو لپاره بشپړ تیار دی .

د فرانسې ولسمشر آمانويل ماکرون وائي د آسټریلیا  لومړ یوزیر دروغجن دی  او د نورو تالی څټي .

د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې ددغه هیواد پوځ او مقاومتي چورلیز ځواک  د تکفیری ترهه ګرو پر پټنځایونو باندې په حملو سره  یو شمیر ترهه ګرهلاک او دهغوي زیات شمیر وسلې او تجهیزات هم تباه کړي دي .

د ایران د ایټمي  انرژس د ادارې ویندوي کمالوندي  ووئيل ،  د  شل فی صدي پاخو شوو یورانیمو  اندازه تر دوه سوه لسو کلو زیاته شوې ده  او دغه راز په شپیته فی صدو سره  د پاخو شوو یورانیمو اندازه هم تر پنځه ویشتو کلو ګرامو پورې رسیدلې ده .

د لویدیځي آ سیا  سیمې د سیاسی چارو یو کارپيژاندسید هادي سید افقهي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل  ا مریکا باید  د ایران قدرتمنیدا ومني او نور په احترام سره چلند وکړي ، ګني نو بیا به هم درنده څپيړه خوري .

               دا هم  ابرار ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي  ووئیل ، ولس ته داسې کومې ژمنې نه ورکوو ، چې عملیاتي ئې نه شو کولئ . دوي همداراز روښانه کړې ده ، د نړیوالو ایټمي خبرواترو  له میزه په شا نه کیږو ، خو  د زیات غوښتنې په مقابل کې کلک مقاومت کوو  او هیڅکله  هم سرزوریو ته نه تسلیمیږو.  

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،  د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وئيلي دي ، له آذربایجان جمهوریت سره د ایران  اړیکې  د ښه ګاونډيتوب په لار کې  دوام لري .

د ایران مرستیال خارجه وزیرعلی باقري پخپل یوه پیغام کې وئيلی دي ،له ۴+۱ډلې سره به د ایران د اسلامی جمهوریت  دنړیوالو ایټمي  خبرواترو نوی پړاؤ د  لیندۍ  د میاشتې په اتمه نیټه  ترسره شي .داپه داسې حال کې دي چې د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست  دکمیشن مسئولانو هم  دخبرواترو دغه نیټه تائيد کړې ده . همداراز د ویانا  دخبرواترو د بیرته پيلیدا په اعلان پسې  د چین او روسیې  خارجه وزارتونو هم  په جلا جلا اعلامیو کې وئيلی دي ، چې  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د احیاء  لپاره د خبرواترو  پرمخ بیوللو سره  هر ډول  مرستې ته تیار دي .

د افغانستان په کابل کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  له سفیر سره د  افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د سرپرست په کتنې کې ټاکل شوې چې  د افغانستان او ایران ترمینځ دملګرتیاؤ د پیاوړتیا  لپاره د طالبانو یو پلاوی ایران ته سفر کوي .

 د عراق دتقدم ائيتلاف د مشر محمد الحلبوسي  او د صدر بهیر د رهبر مقتدا صدر  ترمینځ په لیدوکاتو کې  په دغه هیواد کې د نوي حکومت د جوړولو په باب سره مشورې شوي  چې وئیل کیږي ، په زیات احتمال سره به دغه دواړه  لوری د نوي حکومت په جوړولو کې سره یو موټی شي .

د امریکا جنګ وزارت پنټاګان په یوې خبرتیا کې  تائيد کړې چې امریکا په عربستان باندې ئې له فضا څخه په فضا ویشتونکي   ۱۲۰C –AIM ډوله توغندیو له خرڅلاؤ سره موافقه کړې ده . 

یوې خبرې سرچینې وئيلي ، د افغانستان د طالبانو د حکومت  د  کورنیو چارو د وزارت سرپرست  سراج حقاني د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان  ترمینځ د روغې جوړې پيټی په شا اخستی  او وئیل کیږي ، چې  حقاني ددغو دواړو لورو ترمینځ د خبرواترو د ترسره کولو لپاره خوست ولایت  ټاکلی دی  او د دوی دخبرواترو لومړنی پړاؤ هم ترسره شوی  ، البته  دپاکستان حکومتي سرچینو  ددغه خبر  په باب څه نه دي وئیلي .

              اوس هم راګرځو د پاکستان ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه  مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو . البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د پاکستان دنیانیوز ورځپاڼې انټرنیټي سایټ نن  لیکلی دي ، په پاکستان کې ګراني تر اوجه رسیدلې ده او وئيل کیږي ، چې  د پيټرولو  یو لیټر  بَیه  یو سل شپږ څلویښت روپو ته رسیدلې چې  له دې سره  په دغه هیواد کې زیاتره توکي هم په بې خرته ډول  ګران شوي دي .

 ورځپاڼې لیکلی دي ، په پاکستان کې د توکو دبیَو په لوړیدا پسې ددغه هیواد  حکومت د اپوزیشن ګوندونو  مشر  شهباز شریف  ددغه هیواد پر لومړي وزیر عمران غږ کړی ، چې د حکومت کولو وړتیا نه لري او سملاسی دې استعفی ورکړي .

په پاکستان کې په تیر شوارزو کې   دکرونائي ویروس دخوریدا له امله  دقربانیانو شمیر  هم یولس تنه ښودل شوی  او دغه راز  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست هیواد کې د  کرونائي ککړو کسانو شمیر  هم پنځه سوه  اوه شپیته تنه اعلان شوی دی ، داپه داسې حال کې دي چې په درست پاکستان کې  د ډینګي ناروغۍ د  خوریدا   څپې هم زیاتې شوي دي  او وئيل کیږي ، چې په پنجاب صوبې کې دغه ناروغۍ بې قابو شوي ده او د ډينګي ناروغۍ د قربانیانو شمیر  درو شپیتو تنو ته رسیدلی دی .

د پاکستان د پوځ عمومي قوماندان  جنرال قمر جاوید باجوه  وئيلي دي ، د سیمه ایز امنیت او ثبات لپاره  د کرار او باثباته  او خوشال  افغانستان وجود اړین دی .

 

 

           دا هم د پاکستان جنګ ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر فضل الرحمن د حکومت په ضد د مخالفو ګوندونو  د مشرانو غونډه رابللې څو  د دغه هیواد دواکمن لوري د بې کنټروله اقداماتو د مخنیوي په خاطر د مشرانو اوولسی جرګو ګډه غونډه جوړه کړي او له حکومته د استعفی  ورکولو غوښتنه وکړي . د اپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان  د واکمن لوري مخالف ائیتلاف پی ډي ایف ژمنه کړې چې په هیواد کې د ګرانیو د مخنیوي په خاطر به  د حکومت په ضد د ولس سړکونو ته د ویستلو لپاره هڅو ته دوام ورکړي .

د پاکستان  دکرکټ لوبې یوه نامتو لوبغاړي  شعیب اختر پخپلو یو څرګندونو کې ویلي دي که  د  افغانستان دکرکټ ملی لوبډله  له نیوزیلینډه  کیدونکي لوبه وګټي نو باید درست دې پوهه شي،چې  له هندوستان سره د افغانستان  دملی لوبډلې په ترسره شوي لوبې کې حتما سازباس او  جواري وهل شوې  چې باید  ارزونه ئې وشي .

په کویټه کې په یوه کلینیک  باندې  د وسلوالو کسانو په ډزو کې  یو کس وژل شوی دی.

په ایتوپیا کې د حالاتو په ترینګلتیاپسې  دامریکا خارجه وزارت په دغه هیواد کې پر امریکائي ښاریزو غږ کړی ، له دغه  هیواده دې پښې سپکې کړي .

 وروستي راپورونه ښئ چې په نیجریه کې  وسلوالو کسانو په یوې پوځي پُستې باندې په حملې سره پنځه ویشت پوځیان په ټګه وژلی دي .

 د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې  یو ه مسئول مقام  حافظ حمد ا...  وئیلي دي ، ددغه هیواد لومړی وزیر عمران خان د وینا په وخت  داسې ښکارید، لکه چې د  ائي ایم ایف ویندوي وي .