ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۸-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره زۀ ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
وړومبې هم د تهران چاپ ورځپاڼې راخلوو چې په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو. دغه ورځپاڼه د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله ليکي: ايران به د اېټمي انرجۍ نړيوال آژانس سره خپلو فني ملګرتياو ته دوام ورکړي. امير عبداللهيان او د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف په ټيلفوني تماس کښې د ويانا د راتلونکو خبرو اترو په شمول د دواړو خواو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو او د سيمې د حالاتو په باره کښې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
امير عبداللهيان د ايران د اېټمي موضوع په اړه د روسيې له دريځونو څخه په ستانئې سره له څلور جمع يو ډلې سره د خبرو اترو د وخت په اړه د برجام له غږملؤنکي سره په شوے موافقې تاکيد وکړ او وې ويل، ايران به د اېټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره هم خپلو فني ملګرتيا ته دوام ورکړي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، په مزار شريف کښې څلور مدني فعالې مېرمنې به ډزو سره ووژل شوې. دغه خبره زياتوي، د افغانستان شمالي ښار مزار شریف کښې په ډزو د څلورو وژل شویو مېرمنو جسدونه تر لاسه شوي دي. ویل کېږي دې مېرمنو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لاریونونو کښې برخه لرله نو ځکه د دوي د وژلې ګوته طالبانو ته نيول کيږي.
د خبر له مخې د دغو مېرمنو خپلوانو ویلي چې له طالبانو یې پوښتنه کړې خو د دوی په وینا د قناعت وړ ځواب یې نه دی موندلی.
امنه حق پرست چې په دې وروستیو کښې له مزار شریفه وتلې ده او اوس په جرمني کښې ده بي بي سره په مرکه کښې ويلي دي، چې دې پېښې په ښځینه او نارینه فعالانو کښې لويه وېره رامنځته کړې ده.
نوموړې وويل "موږ هره ورځ د افغانستان له لر او بره د فعالانو او خبریالانو د وژلو، وهلو ټکولو او تښتولو شاهدان یوو. طالبان چې په افغانستان کښې د هر څه واکدار او امر ځان بولي نو دا که د طالبانو کار نه دے نو نور د چا کار کېدې شي.
اغلې امنه زياتوي، "هغه مېرمنې چې د اصولي ازادۍ او د اسلام له مخې د ازادۍ لپاره غږ پورته کوي ژوند یې په خطر کښې دے. ګواښل کېږي. د ټیلیفون له لارې او د لیکونو له لارې ګواښل کېږي. افغانستان کې د وژنو او زور زیاتیو رپوټونه رسنیو کښې نه ورکول کېږي ځکه چې رسنې د طالبانو په کنټرول کښې دي".
-------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې له مخې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بهرنیو چارو د وزير مرستيال د امریکې د ځانګړي استازي د ادعاو په غبرګون کښې وویل چي واشنګټن په یمن کښې د صلحې د بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي.
حسین العزی د امریکایي استازي د خبرو په غبرګون واضحه کړه چېواشنګټن د یمن د صلحې د بهیر په لاره کښې خنډونه رامینځ ته کوي خو لندر کینګ د امریکې د خلقو او د نړیوالو د عامه اذهانو د تېر ایستلو او د امریکې د غرضي دریځ د پټولو په هدف سره د سپیني ماڼۍ په لارښونې دغسي ادعاوې کوي.
تېره ورځ د یمن په چارو کې د امریکې ځانګړی استازی تیموتی لندرکینګ الشرق الاوسط ته ویلي وو چي د صنعا حکومت د صلحې اراده نه لري.
ورځپاڼې د عراقي سرچينو په حوالې سره وليکل: په بغداد کښې د مظاهرو په دوران کښې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اووښته.
د دغه خبر له مخې د عراق په پارلېمانې انتخاباتو اعتراض کؤنکو د دغه هېواد پلاننګ د وزارت د دفتر په وړاندې غونډه جوړه کړه او بيا يې د شنې سيمې لوري ته لاړل او هلته کښې يې خېمې ولګولې او بيا يې په پارلېماني انتخاباتو باندې په اعتراض کښې نعره بازي شروع کړه.
د عراق د روغتيا د وزارت وويل چې د مظاهرينو او امنيتي ځواکونو ترمېنځ په نښتو کښې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او يو سل پينځويشت نور هم ژوبل شول.
----------
اوس به د پاکستان له چاپ ورځپاڼو نه د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپانې ته لاس کړوو چې په سر کښې يې ليکلي، د عمران د حکومت مخالفو ګونډونو پي ډي اېم په دغه هېواد کښې د ګرانۍ په خلاف په راتلونکي دسمبر مياشت کښې د احتجاجي تحريک شروع کولو اعلان وکړ.
دغه فېصله پرون د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کښې په جوړه شوې غونډه کښې اوشوه. په غونډه کښې اعلان اوشو چې د عمران خان د حکومت تر ختمېدو پورې به دغه احتجاج دوام ولري.
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو وزير مملکت فرخ حبيب وويل: نن سبا ګراني يوازې د پاکستان نه بلکه نړيواله مسئله ده او هر کله چې د نړۍ په سطح ګراني کمه شوه د پاکستان حکومت به هم د ګران شويو څيزونو بيې راټيټې کړي. هغه زياته کړه د حکومت مخالفو ګوندونو ته پکار دي چې له شور شغرب جوړولو او په عوامو کښې د مايوسۍ له پېدا کولو لاس واخلي. هغه وويل، حکومت د ګرانۍ باجود عوامو ته په ريليف ورکولو لاس پورې کړے دے.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان وفاقي حکومت د دغه هېواد لبيک پاکستان نومې تنظيم د غېر قانوني والي فېصله واپس واخېسته. حکومت اعلان وکړ چې دغه فېصله د هېواد د امنيت او د ملي ګټو په خاطر اوشوه، همدارنګ د پاکستان د حکومت تقريباً دوه زره نيول شوي غړي آزاد کړل او په دوه دېرش دوسيو کښې د ضمانت منظوري ورکړې شوه. د ورځپاڼې له مخې لبيک پاکستان تنظيم هم په راتلونکي کښې د هېواد د اساسي قانون او اصولو خلاف ورزۍ نه کولو ليکل شوے ضمانت ورکړ.
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د خېبرپختونخوا په شمالي وزيرستان کښې د چاودنې له امله دوه امنيتي ځواکونه ووژل شول او يو بل هم ژوبل شو. د خبر له مخې د ترهه ګرو لخوا چاودېدونکي مواد په ګړيوم سيمه کښې د امنيتي ځواکونو د پوستې ترڅنګه اېښودل شوي وو. ځواکونو په سيمه کښې د تفتيشي عمليات شروع کړي دي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د امريکې د ټېکساس رياست په هيوسټن ښار کښې په يو کنسرټ کښې د درزغوبل په ژوړېدو سره لږ تر لږه اته تنه مړۀ او له درې سوو زيات کسان ژوبل شول. د ميوزک په دغه کنسرټ کښې له پنځوسو زرو نه زياتو کسانو ګډون کړے ؤ.
----------
اوس به د کابل چاپ له ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼه راواخلو چې په يو خبر کښې ليکي: چین افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولي.
د افغانستان د طالبانود موقتي حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کښې راغلي چې د هغوي بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کښې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي. په دې لیدنه کښې په دوه اړخیزو تعلقاتو او اقتصادي مسائلو خبرې شوې دي. چیني لوري ویلي چې دوي له افغانستان سره د تعلقاتو د پراختیا په لټه کښې دي او هڅه کوي په خپل هېواد کښې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې او فرصتونه برابر کړي. نوموړي همدا رنګ ویلي چې افغان سوداګرو ته به د وېزې په ورکړه کښې اسانتیا راولي او د کارو بار د پراختیا لپاره به یې هڅې کوي. په دې لیدنه کښې همدا راز د چلغوزیو د صادراتو په پراختیا هم خبرې شوې دي.
د ورځپاڼې د انټرنټي سائيټ د يوبل خبر له مخې د تعلقاتو پراختیا لپاره جرمني ډېر زر یو پلاوے افغانستان ته لېږي.
د جرمني رسنیو راپور ورکړے چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کښې يو جرمني پلاوی کابل ته ولېږي او دغه پلاوی به له طالبانو سره د دوه اړخیزوتعلقاتو پر پراختیا او ګڼو نورو مهمو مسائلو خبرې کوي. د دغه پلاوي مشري به جرمنيی ديپلو مېټ مارکس پوتزل کوي. هغه له طالبانو سره په اوږده مهاله مذاکراتو بوخت دے او هڅه کوي د جرمني او افغانستان ترمنځ د تعلقاتو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي. ټاکل شوې چې دغه سفر په راتلونکو اونیو کښې ترسره شي خو کره نېټه یې نه ده په ګوته شوې. جرمني رسنۍ بیا وایي دغه هېواد کوشش کوي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره له طالب حکومت سره تعلق ولري او په دې توګه د خلقو په ژغورلو کښې خپله ونډه واخلي.
-------
او وېسا ورځپاڼې بيا په خپله انټرنټي پاڼه کښې د پخوانيو افغان فوځيانو له قوله وليکل چې وايي له داعش سره د دوی د یو ځاے کېدو خبرونه ناسم دي.
پخوانيو افغان پوځیانو كابل نيوز ټيلي ويژن او یو شمېر نورو رسنیو ته د یو لیک په استولو سره له داعش سره د یو ځاے کېدو خبره رد کړې او دا یې د هغوي د ټرورولولپاره یوه دسيسه بللې ده.
د وېسا د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پخوانيو کارکوونکو او سرتېرو په دغه لیک کښې ویلي، د ناوړه اقتصادي وضعیت ترڅنګه د طالب ځواکونو له لوري په نښه او وژل کېږي.
دغو کارکوونکو له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې له سازمانونو، د بشري حقونو او نور سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي، چې حساب یې د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره یو طرفه کړي، ځکه د دغو ځواکونو په وړاندې به ټولییزه وژنه او ناوړه جنایت رامنځته شي.
---------