د روسیې او امریکا ترمینځ ستر اختلافا ت شته دي
د روسیې او امریکا د سفارتونو د کړچار د اندازې او د ویزو پشمول دځينو مسئلو په باب له امریکا سره په راتلونکو اونیو کې په خبرواترو کې د پرمختګ تمه نه لري . .
تاس خبری آژانس راپور ورکړ، د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا د امریکا اوروسیې ترمینځ دسترو اختلافاتو شتون ته په اشارې سره ووئیل و ماسکو او واشنګټن د دوو کاري ډلو جوړولو ته اړتیا لري څو دسټراتژيک ثبات لپاره خبرې اترې پراخې کړي .
زاخارووا دغه راز زیاته کړې ده ، په تیرو څو کلونو کې امریکا د سټراټژۍ د ثبات، په بې ثباتۍ دبدلولو لپاره ډير اقدامات کړي دي .
له دې مخکې د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف هم پرون وئیلی چې د روسیې او امریکا د سفارتونو د کړچار د اندازې او د ویزو پشمول دځينو مسئلو په باب له امریکا سره په راتلونکو اونیو کې په خبرواترو کې د پرمختګ تمه نه لري . .
دامریکا او روسیې دخبرواترو نوی پړاؤ به په راتلونکو اونیو کې په یوه دریم ګړي هیواد کې په داسې حال کې ترسره شي ، چې د دواړو هیوادونو اړیکې له ساړۀ جنګه وروسته تر ټولو ټيټې سوئې ته رسیدلی دي او روسیه او امریکا د یوه بل هیواد ته د ډيپلوماټآنو د شمیر د لیږد به سر سره جدي اختلافات لري .