د روسیې او امریکا ترمینځ ستر اختلافا ت شته دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108024-د_روسیې_او_امریکا_ترمینځ_ستر_اختلافا_ت_شته_دي
  د روسیې او امریکا د  سفارتونو د کړچار د اندازې او  د ویزو  پشمول  دځينو مسئلو په باب  له امریکا سره  په راتلونکو اونیو کې  په خبرواترو کې د پرمختګ تمه نه لري . .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2021 04:26 Asia/Kabul
  • د روسیې او امریکا ترمینځ ستر اختلافا ت شته دي

  د روسیې او امریکا د  سفارتونو د کړچار د اندازې او  د ویزو  پشمول  دځينو مسئلو په باب  له امریکا سره  په راتلونکو اونیو کې  په خبرواترو کې د پرمختګ تمه نه لري . .

  تاس خبری آژانس راپور ورکړ، د روسیې  د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا  د امریکا اوروسیې ترمینځ دسترو اختلافاتو شتون ته په اشارې  سره  ووئیل و ماسکو او واشنګټن  د دوو کاري ډلو  جوړولو ته اړتیا لري څو  دسټراتژيک ثبات لپاره خبرې اترې  پراخې کړي .

 زاخارووا دغه راز زیاته کړې ده ،  په تیرو څو کلونو کې  امریکا د سټراټژۍ  د ثبات، په بې ثباتۍ  دبدلولو لپاره  ډير اقدامات کړي دي .

 له دې مخکې د  روسیې  مرستیال خارجه وزیر سرګئ  ریابکوف هم  پرون وئیلی  چې  د روسیې او امریکا د  سفارتونو د کړچار د اندازې او  د ویزو  پشمول  دځينو مسئلو په باب  له امریکا سره  په راتلونکو اونیو کې  په خبرواترو کې د پرمختګ تمه نه لري . .

 دامریکا او روسیې دخبرواترو نوی پړاؤ به  په  راتلونکو اونیو کې په یوه دریم ګړي هیواد کې په داسې حال کې ترسره شي ، چې  د دواړو هیوادونو اړیکې  له ساړۀ جنګه وروسته تر ټولو ټيټې سوئې ته رسیدلی دي  او روسیه او امریکا   د یوه بل هیواد ته د ډيپلوماټآنو د شمیر د لیږد به  سر  سره جدي اختلافات لري .