د تهران او ځیني نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو، په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم ځيني نوره بهرنئ ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي ساسټ کې ئې نن لیکلي دي ،دایران داسلامی جمهوریت ویندوی سعید خطیب زاده ، ووئیل ، دویانا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په کیدونکو خبرواترو کې د بریالیتوب یوازینی شرط د درستو بندیزونو لغوه کیدا او د ضمانت وړاندې کیدل دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د رسمي احصایو په اساس ، په ۲۰۲۰کال کې په کینیډا کې د وژلو اندازه په تیرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته ریسدلی او اوه سوه درې څلویښت کسان وژل شوي دي .
د روسیې پوځ په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، د لویدیځ تر ملاتړ لاندې النصره جبهې ترهه ګرد زهرجنو موادو په زیرمه کولو سره دیوې کیمیائي حملې پلانونه کوله چې ناکام شوي دي، دوي دغه راز نیّت درلود، ددغې بوږنونکي حملې مسئولیّت هم پر سوریاوال پوځ واچوي څو د لاسوهنې لپاره لویدیځوالو ته یوه بله پلمه په لاس ورشي .
د پناغواړو په باب د فرانسې ولسمشر ته د خطاب دانګریز لومړی وزیر له نیوکو ډک لیک پسې ، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر خپل انګریز همڅنګ ته بلنه لغوه کړه . دغه دواړه هیوادونه له دې مخکې هم دی وه بل په ضدپه سختو دریځونو کې یوه بل ته سترګې سرې کړې او د یوه بل سفیران سره احضار کړي دي . .
د یمن یوې ډیپلوماټيکې سرچینې وئيلي ، په یمن کې دامریکا ځانګړي استازي ددغه هیواد له یو شمیر بیلتون غواړو ډلو سره یوه غونډه کړې او په دوو جنوبی او شمالي برخو ئې د یمن د ویشلو موضوع مطرح کړې ده ، چې دغې موضوع د یمن والو او د سیمه ایزو هیوادونو نیوکې راپارولي دي .
په جنوبی افریقا کې د کرونا ویرسو دنوي ډول په پیدا کیدا پسې چې د ډلټا ډول د لور نیونې په وړانډې ئې د خوریدا زور دوه برابره زیات دی ، په ځينو اروپائي هیوادونو کې ئې ویره او وحشت زیات کړی او له افریقائي هیوادونو سره خپلې پولې تړلي او د روغتیا نړیوالې ادارې هم په دې اړه دیوې ځانګړي ناستې فیصله کړې ده .
د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دافغفانستان د صادراتو اندازه په درو میاشتو کې تر یوسل دوه دیرش فی صدو پورې زیاته شوې ده .
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې نن ئې په خپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي وئيلي دي ،فضائی صنعت د دښمنانو دتیریو لپاره مخه نیونکي اقدامات رامینځةکوي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان روښانه کړې ده ، باید داسې ضمانت وي چې امریکا بیرته له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ونه وځي او پر خپلو ژمنو بشپړ عمل وکړي . له دې سره په یووخت د ایران مرستیال خارجه وزیر علی باقري کني له اینډيپنډینټ ورځپاڼې سره په خصوصي مرکې کې وئيل ي دي ،په ویاناکې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د لورو ترمینځ کیدونکو خبرواترو بریالیتوب ددرستو بندیوزنو له لغوه کیدا سره تړلی دی .
داپه د اسې حال کې دي چې د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، د نړیوالو ایټمي خبرواترو په اوم پړاؤ کې یو واقعي فرصت لرو چې باید لوري ورڅخه سمه ګټه پورته کړي . خو امریکائي لورې یو ځل بیا پر نورو دتپنې دخوي په دوام کې تکرار کړې ده ، ګه ایران دایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا ونه کړي ، د واکنې شورا دبیړنۍ غونډې جوړیدا غوښتنه به وکړي .
انګریز خارجه وزیره لیز تراس، وائي په اوکراین د روسیې حمله به یوه بوږنونکي تیروتنه وي .
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي وئيلي دي ،دنیا باید د ا یران د اسلامی جمهوریت ایټمي واقعیّت ومني .
په درست ایران کې د کرونائي واکسن په زیاتې پچکاري کیدا پسې د خداي په مهربانۍ سره په هیڅ یو ه ښار کې له تیرو ۴۸ساعتونو راهسې په هیڅ یوه ښهر کې ریډ حالت یا د سرې کرښې وضعیّت نشته .
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون وائي فرانسه د لبنان د حاکمیّت ، امنیت اوخپلواکۍ او ثبات ته تر ټولو زیات اهمیّت ورکوي .
په افغانستان کې لوږې او قخطۍ خطره ورځ تر بلې په زیاتیدا ده او د ملګروملتو د خواړو ادارې خبرداری ورکړی ،که نړیواله ټولنه سملاسی په دې اړه کوم اقدام ونه کړي ، نو په دغه جنګ ځپلي هیواد پر نورو مشکلاتو سربیره یوه ستره انساني غمیزه رامینځةکیدلی شي .
داهم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اوسني حکومت د سل ورځنیو پیښو په اړه د یوه راپور په وړاندې کولو سره یو ځل بیا په ډاګه وئیلي دي ،چې دجامې نړیوالې ایټمي موافقې دبریالیتوب لپاره جدي یوو ،البته دملی ګټو په سر هیچا سره سازباز نشي کیدلی .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... بیګا په ټيلیویژني وینا کې د صهیونیسټي رژيم په مقابل کې ترهغه وخته چې ددغه تیریګر رژيم له خوا د لبنان په ضد کوم ګواښ موجودوي ، د مقاومت پر دوام ټينګار وکړ .
د ترکیې په استانبول کې دحکومت په ضد په مظاهرې کې د پولیسو په لاسوهنې سره حالات ترینګلي شول او په اخ وډب کې په لسګونو کسان ټپیان او نیول شوي دي .
د یمن د ملی نجات حکومت مسئولان وائي،په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د یمن والو ماشومانو د بوږنونکو مړینو اصلی تورن ملګري ملتونه دي، ځکه د یمن د ماشومانو د بوږنونکي وضعیّت په وړاندې له بې مسئولیّتئ کار اخلي .
د پاکستان دمرکزی حکومت په مخالفت کې پي ډي ایف په نامې سره ائیتلاف اعلان کړی ، چې د عمران خان په مشرۍ منصوب شوي حکومت تر پرځولو پورې به خپل غورځنګ ته دوام ورکړي او نور ولس د عمران د لاسه په ګرانئ او بد وضعیّت تر پوزې راغلی دی .
********************
اوس هم راګرځو ځینو هغو بهرنیو ورځپاڼو ته چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي اومونږ ئې هم له انټرنیټیه رااخلو او ستاسوخدمت ته ئې وړاندې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
واشنګټن ایګزاماینر خپرونې په افغانستان کې د اړو ښځو د وضعیت په اړه راپور خپور کړی او لیکلي یې دي د طالبانو ګواښونو، یو شمېر افغان ښځې په سړه هوا او د لوږې په حالت کې بې ځایه کړي دي.
د فلانډر فیلډز موسسه کې د اداري څانګې مشرې جیس اوون ویلي، د افغان ښځو ډېر لیکونه ئې ترلاسه کړي چې دوی د ګواښونو او ستونزو یادونه په کې کړې .
د اوون په وینا، یوې ۲۲کلنې افغان ښځې چې د پولیسو افسره هم وه، دې ته یو لیک لېږلې چې هغه په سړه هوا کې د لوږې ورځې شپې تېروي. دغې ښځې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، دا هم ویلي چې د طالبانو مخ پر زياتېدونکی ګواښ احساسوي.
واشنګټن ایګزاماینر د یوې بلې ښځې فیروزه چې دا نوم ئې مستعار دی، یادونه کړې چې میړه یې طالبانو وژلی دی.
فیروزې ویلي چې میړه یې له نړیوالو ځواکونو سره د ترجمان او په پخواني افغان پولیسو کې د استخباراتي مامور په توګه کار کاوه.
انډپنډنټ فارسي ژبې ورځپاڼې هم د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د خبرو نوي پړاو ته پام کړی او لیکلي ئې دي چې دا خبرې د امریکا او طالبانو لپاره مهمې دي او په سیمه کې د امریکا ګټې، د ترهګرۍ او داعش ډلې پرضد مبارزه، افغانستان ته د بشري مرستې انتقال، د دې هېواد د ویجاړ اقتصاد سره ملګرتیا، له افغانستانه د امریکايي ښایریزو او افغان متحدینو خوندي ایستل او په امریکا کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون لپاره د طالبانو غوښتنه ،د ایجنډا په سر کې دي.
دا به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېست لومړۍ کتنه وي.
د طالبانو په استازیتوب به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.
انډپنډنټ راپور ورکړی، طالبان خبرو ته خوشبینه دي او هڅه کوي چې امریکا د دوي حکومت په رسمیت وپیژني.