د امریکا بندیزونه د ډيپلوماټیکو موافقو پرخلاف دي
مهر خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د امریکا په یواړخیزه بایکاټونو نیوکه وکړه .
هغه د امریکا په یواړخیزه بندیزونو باندې نیوکې سره وویل دغه بایکاټونه د نړیوالو ډيپلوماټیکو موافقه لیکونو پرخلاف دي .
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا چارواکو ته په وینا کښې وویل که چیرې د ماسکو پرضد بایکاټ ولګول شي روسیه به هم ورته مقابله وکړي .
هغه دغه راز د اوکراین کړکیچ او په سیمه کښې د ناټو تړون غلیمانه اقداماتو ته په اشارې سره وویل ماسکو به له خبرو اترو څخه د ناټو تړون د واټن د اخیستلو په بڼه کښې له اوکراین سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره جلا سټراټيژۍ غوره کړي .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وویل ماسکو د اوکراین په سرحد کښې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یوشمیر وړاندیزونه مطرح کړي دي .
د روسیې او د امریکا خارجه وزیرانو په تیرې پنجشبې ورځ په اسټکلهم کښې د اروپا د امنیت او د ملګرتیا موسسې د غونډې په څنګ کښې له یوبل سره کتنه وکړه .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف له دغه کتنې وروسته د امریکا له خارجه وزیر انتوني بیلنکن سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل ماسکو به له خپلو شریکانو سره په تماس کښې د ختیځ په لور د ناټو تړون په نه حرکت کولو ټینګار وکړي او د غبرګون په تمه دی .
ناټو په تیرو څو کلونو کښې د لویدیځ پرضد د روسیې د ګواښونو په پلمه د روسیې خاورې او د دغه هیواد سرحدونو ته نږدې پراخ شتون پیدا کړی دی .