د ایران په ضددې بندیزونه پاي ته ورسول شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109690-د_ایران_په_ضددې_بندیزونه_پاي_ته_ورسول_شي
ټاکل شوې ده ، د ملګروملتو دامنیت شورا  له شپږمیاشتنۍ  عادي ناسته نن  په همداوروستیو کې ترسره شي ، چې  په  ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی مجید تخت روانچي  به پکې وینا وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2021 10:23 Asia/Kabul
  • د ایران په ضددې بندیزونه پاي ته ورسول شي

ټاکل شوې ده ، د ملګروملتو دامنیت شورا  له شپږمیاشتنۍ  عادي ناسته نن  په همداوروستیو کې ترسره شي ، چې  په  ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی مجید تخت روانچي  به پکې وینا وکړي.

د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک د اجرا دبهیر په هرکلي سره د ایران په ضد دامریکا دیواړخیزو ایټمی بندیزونو د ختمولو په ضرورت  او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له اقتصادي امتیازونو څخه د ایران پر استفادې ټینګار وکړ.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ،  د  ملګروملتو سرمنشي ، دامنیت شوراد ۲۲۳۱پریکړه لیک  د اجرا په باب  خپل دولسم راپور  دغې شورا ته وړاندې کړڅو د نن ورځې په ناستې پرې ارزونه وشي .

د ملګروملتو سرمنشي  په دغه راپور کې  دجامعې نړیوالې ایتمي  موافقې په موضوع کې د  وروستیو کلونو ترینګلتیاؤ ته په  اشارې سره  هماغه شان جامعه نړیواله ایټمی موافقه  د ایران دایټمي موضوع د حل  او څواړخیزې ډيپلوماسۍ لپاره  تر ټولو غوره ټاکنې په توګه یاد کړې ده .

ګوتریش  پخپل راپور کې له اپریل تر جون میاشت پورې ترسره شوو خبرواترو او همداراز  دنړیوالې ایټمي  موافقې  دمادو په اساس خپلو ژمنو ته د  درستو لورو د بیرته ستنیدا لپاره  دګډ کمیشن  د وروستیو ناستو په چوکاټ کې  د ډيپلوماټيکو فعالیتونو هرکلی وکړ او د موضوع د لورو ترمینځ د نزدې او اغیزشیندونکي ملګرتیا  غوښته وړاندې کړې ده .

آنتونیو ګوتریش پخپلو وروستیو ورته رابورونو کې ،  د ایران په ضد د امریکا د یواړخیزو ایټمی بندیزونو دختمولو او د  نړیوالې ایټمي موافقې  داقتصادي   امتیازونو څخه د ایران  پر استفادې ټینګار کړی  او په خاصه توګه  ئې  وئيلي دي ،چې  د  ایران له تیلی حوزې سره  اړونده بندیزونو ختمیدا به د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  داحیاء بهیر آسان کړي .

ټاکل شوې ده ، د ملګروملتو دامنیت شورا  له شپږمیاشتنۍ  عادي ناسته نن  په همداوروستیو کې ترسره شي ، چې  په  ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی مجید تخت روانچي  به پکې وینا وکړي.