د ایران په ضددې بندیزونه پاي ته ورسول شي
ټاکل شوې ده ، د ملګروملتو دامنیت شورا له شپږمیاشتنۍ عادي ناسته نن په همداوروستیو کې ترسره شي ، چې په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی مجید تخت روانچي به پکې وینا وکړي.
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک د اجرا دبهیر په هرکلي سره د ایران په ضد دامریکا دیواړخیزو ایټمی بندیزونو د ختمولو په ضرورت او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې له اقتصادي امتیازونو څخه د ایران پر استفادې ټینګار وکړ.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د ملګروملتو سرمنشي ، دامنیت شوراد ۲۲۳۱پریکړه لیک د اجرا په باب خپل دولسم راپور دغې شورا ته وړاندې کړڅو د نن ورځې په ناستې پرې ارزونه وشي .
د ملګروملتو سرمنشي په دغه راپور کې دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې په موضوع کې د وروستیو کلونو ترینګلتیاؤ ته په اشارې سره هماغه شان جامعه نړیواله ایټمی موافقه د ایران دایټمي موضوع د حل او څواړخیزې ډيپلوماسۍ لپاره تر ټولو غوره ټاکنې په توګه یاد کړې ده .
ګوتریش پخپل راپور کې له اپریل تر جون میاشت پورې ترسره شوو خبرواترو او همداراز دنړیوالې ایټمي موافقې دمادو په اساس خپلو ژمنو ته د درستو لورو د بیرته ستنیدا لپاره دګډ کمیشن د وروستیو ناستو په چوکاټ کې د ډيپلوماټيکو فعالیتونو هرکلی وکړ او د موضوع د لورو ترمینځ د نزدې او اغیزشیندونکي ملګرتیا غوښته وړاندې کړې ده .
آنتونیو ګوتریش پخپلو وروستیو ورته رابورونو کې ، د ایران په ضد د امریکا د یواړخیزو ایټمی بندیزونو دختمولو او د نړیوالې ایټمي موافقې داقتصادي امتیازونو څخه د ایران پر استفادې ټینګار کړی او په خاصه توګه ئې وئيلي دي ،چې د ایران له تیلی حوزې سره اړونده بندیزونو ختمیدا به د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې داحیاء بهیر آسان کړي .
ټاکل شوې ده ، د ملګروملتو دامنیت شورا له شپږمیاشتنۍ عادي ناسته نن په همداوروستیو کې ترسره شي ، چې په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی مجید تخت روانچي به پکې وینا وکړي.