په ایټمي خبروکې ډيپلوماسي باید  هراړخیزه وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109710-په_ایټمي_خبروکې_ډيپلوماسي_باید_هراړخیزه_وي
ځیني لوبغاړي ، د واقعي ډيپلوماسۍ په ځاي د نورو دګرَم بللو پرخپل عادت ټينګار کوي ، ډيپلوماسۍ یوه دوه پلوه روډ دی ، که د ګرَم د ګرَمې د جبرانولو لپاره  کومه اراده او هوډ وي ، نو  دیوې ښې  موافقې لپاره چټکه لاره هواریږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 02:11 Asia/Kabul
  • په ایټمي خبروکې ډيپلوماسي باید  هراړخیزه وي

ځیني لوبغاړي ، د واقعي ډيپلوماسۍ په ځاي د نورو دګرَم بللو پرخپل عادت ټينګار کوي ، ډيپلوماسۍ یوه دوه پلوه روډ دی ، که د ګرَم د ګرَمې د جبرانولو لپاره  کومه اراده او هوډ وي ، نو  دیوې ښې  موافقې لپاره چټکه لاره هواریږي .

زمونږخبریال راپور راکړ، په ویانا کې په نیوالو اورګانونو کې د روسیې  دایمي استازي میخائیل اولیانوف په ویانا کې د ایران دمرکچي ټیم  د مشر او مرستیال خارجه وزیر علی باقری کني د پيغام په تصدیق کولو کې  ووئيل ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې درست لوري دې په نظر کې ولري چې ډيپلوماسي  دوه پلوه سړک  دی او ډيپلوماسۍ له یوه پلوه هیڅکله هم بریالۍ نشي کیدلی . 

 له دې مخکې علی باقری کني وئيلي ، ځیني لوبغاړي ، د واقعي ډيپلوماسۍ په ځاي د نورو دګرَم بللو پرخپل عادت ټينګار کوي ، ډيپلوماسۍ یوه دوه پلوه روډ دی ، که د ګرَم د ګرَمې د جبرانولو لپاره  کومه اراده او هوډ وي ، نو  دیوې ښې  موافقې لپاره چټکه لاره هواریږي .

 د یوه مسئولیّت منونکي هیوادو په توګه اسلامی ایران په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا  هغه لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ايتمي موافقې  خلاف  ورزي ئې کړې  او دا واشنګټن دی چې باید  دبندیزونو په ختمولو سره بیرته موافقې ته وګرځي  او لازمه ده چې د امریکا د ژمنو اجرا هم تائيد  شي .