ملګروملتونو له اټومي اژانس سره د ایران د تعامل هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109768-ملګروملتونو_له_اټومي_اژانس_سره_د_ایران_د_تعامل_هرکلی_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د ایران په کرج سیمه کښې په تسا ودانۍ کښې د تاوان لیدونکو کیمرو پرځاې د نویو کیمرو د لګولو د اجازې په هکله د ایران په خپله خوښه د اقدام هرکلی وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2021 06:55 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو له اټومي اژانس سره د ایران د تعامل هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د ایران په کرج سیمه کښې په تسا ودانۍ کښې د تاوان لیدونکو کیمرو پرځاې د نویو کیمرو د لګولو د اجازې په هکله د ایران په خپله خوښه د اقدام هرکلی وکړ .

هغه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران په خپله خوښه د وروستي اقدام په هکله له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ له اټومي اژانس سره د رغنده تعامل لپاره د ایران د هر ډول هڅې هرکلی کوو او مونږ  اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې له خپلو ملګرو سره  د ایران په دغه اقدام باندې د غور کولو په حال کښې یوو .

فرحان حق وویل د ملګروملتونو  سرمنشي او د هغه مرستیال له امریکا غوښتي دي هغه بایکاټونه چې په اټومي تړون کښې مشخص شوي دي لغو کړي او د ایران د تیلو د تجارت معافیتونه تمدید کړي او له ایران څخه یې هم غوښتي دي چې له اټومي تړون سره توپیر لرونکي اقدامات ونکړي .

د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق وویل لوري په خبرو اترو بوخت دي او باید اجازه ورکړو چې هغوې په خپله د بایکاټونو د لغو کیدا د څرنګوالي او اټومي ژمنو ته بیرته ستنیدا په هکله فیصله وکړي .

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران تیره شپه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره ښه  موافقه کړي ده چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله د ادعا وړ ځینې اندیښنې ختمولی شي او له اټومي اژانس سره د متقابلو ملګرتیاو له مخکې څخه د زیات دوام سبب وسي .

د اټومي تدون د ګډ کمیسیون په چوکاټ کښې د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه ډلو په سویه اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره خبرې اترې په ویانا کښې دوام لري .