ملګروملتونو له اټومي اژانس سره د ایران د تعامل هرکلی وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د ایران په کرج سیمه کښې په تسا ودانۍ کښې د تاوان لیدونکو کیمرو پرځاې د نویو کیمرو د لګولو د اجازې په هکله د ایران په خپله خوښه د اقدام هرکلی وکړ .
هغه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران په خپله خوښه د وروستي اقدام په هکله له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ له اټومي اژانس سره د رغنده تعامل لپاره د ایران د هر ډول هڅې هرکلی کوو او مونږ اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې له خپلو ملګرو سره د ایران په دغه اقدام باندې د غور کولو په حال کښې یوو .
فرحان حق وویل د ملګروملتونو سرمنشي او د هغه مرستیال له امریکا غوښتي دي هغه بایکاټونه چې په اټومي تړون کښې مشخص شوي دي لغو کړي او د ایران د تیلو د تجارت معافیتونه تمدید کړي او له ایران څخه یې هم غوښتي دي چې له اټومي تړون سره توپیر لرونکي اقدامات ونکړي .
د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق وویل لوري په خبرو اترو بوخت دي او باید اجازه ورکړو چې هغوې په خپله د بایکاټونو د لغو کیدا د څرنګوالي او اټومي ژمنو ته بیرته ستنیدا په هکله فیصله وکړي .
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران تیره شپه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره ښه موافقه کړي ده چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله د ادعا وړ ځینې اندیښنې ختمولی شي او له اټومي اژانس سره د متقابلو ملګرتیاو له مخکې څخه د زیات دوام سبب وسي .
د اټومي تدون د ګډ کمیسیون په چوکاټ کښې د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه ډلو په سویه اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره خبرې اترې په ویانا کښې دوام لري .