د تهران او ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110228-د_تهران_او_ځينو_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم  د ځینو بهرنیو ورځپاڼو ځيني سرټکي  درسره شریک کوو، هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2021 08:49 Asia/Kabul
  • د تهران او ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم  د ځینو بهرنیو ورځپاڼو ځيني سرټکي  درسره شریک کوو، هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي .

  داهم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ایران د آبادئ او نفوسو  مینځنی عمر  لس کاله نورهم زیات شوی دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د کینیډا حکومت د امریکا په پل د پلۀ په کیښودو سره  پر اروپائي هیوادونو غږ کړی ، چې  د چین  په ضد دې سره یو موټی شي . ورځپاڼه بیا لیکي ، دایرا د قضایه قوې  مشر هغه مسیحي بندیان چې په بند محکوم شوي د نوي میلادي کال په مناسبت تر لسو ورځو پورې چټي اخستلی شي .

د یمن پوځ   ویندوي په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، د دغه هیواد الجوف ولایت په بشپړ ډول آزاد شوی او نور د سعودي پيّلي ځواکونه پکې هیڅ ډول فعالیتونه  نشي کولی .

د میانمار دبشري حقوقو  ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د  دغه هیواد دپوځ له جنایتونو پرده پورته  کړې او وئيلي ئې دي ،  د میانمار پوځیانو په کایه صوبې کې  په نښتو کې د ښځو او ماشومانو پشمول دیرش کسان  وژلي او بیا ئې مړي سوځولي دي . 

د امریکا هرالډ ورځپاڼې په یوه  راپور کې وئيلي دي ، له افغانستان د امریکایانو په وتلو کې سټراټژيکه تیروتنه کړې ده او هغه دا چې افغانان ئې په ډیرو سختو مشکلاتو کې یوازې پریښودلي دي اټکل کیږي ، چې  دافغانستان نیمه آبادي  د لوږې  له جدي خطرې سره مخامخ ده  او ممکنه ده یو میلیون ماشومان د روان کال تر وروستیو پورې دناوړه خوړو له امله خپل ژوند  له لاسه ورکړي .

د پاکستان د پخوانۍ لومړي وزیرې  خداي بخښلي بې نظیر بوټو د ترور  کلیزه   نن په درست پاکستان کې لمانځل کیږي ،دیارلس کاله مخکې د ۲۰۰۸کال د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو په پنډۍ ښار کې له یوې سترې غونډې وروسته دکور په لور روانه وه چې په یوه نامعلومې چاودنې کې  سره د لسګونو کسانو ووژل شوه  او د قاتلان ئې نن  هم مشخص شوي نه دي .

  داهم د تهران  چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د یمن د وسلوال پوځ ویندوي یحیی سریع پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دعربستان په پولې کې ئې د  جوف ولایت  کابو یو زر دوه سوه کلومیټر  خاوره آزاده کړې  او د تیریګر ائيتلاف  ځواکونو ته ئې  درندې مرګ ژوبلې او ډیر تاوانونه هم اړولي دي .

 د صهونیسټ رژيم وحشي ډوله پوځيانو  دفلسطین په نابلس کې  په برقه کلی پراخه حمله کړې ، چې له امله ئې له فلسطنیانو سره په اخ وډب کې کابو درې سوه فلسطینیان ټپيان شوي ، وئيل کیږي ، وحشي صهیونیسټي عسکرو پر خلکو  باندې مستقیمې ډزې کړي او په لسګونو کسان ئې نیولي هم دي ،  وئيل کیږي ،په دغه اقدام پسې د فلسطین مبارزې ډلې  یو ځل بیا تیارسۍ شوي  او وحشي صهیونیسټانو ته ئې  د غچ اخستو په باب سخت خبرداری ورکړی دی .

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران د قدس ځواک دوه ځوانان د ایران دسیستان  او بلوچستان ولایت   د زاهدان په یوې عمومی سیمې له اشرارو په نښتې کې  شهیدان شول

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه هیواد کې  دعمومي مظاهرو  په زیاتیدا پسې  ژمنه ورکړې چې   هیواد به ډیر زر د  نړۍ په لسو برلاسه اقتصادونو کې ودروي . داپه  داسې حال کې دي چې د ترکیې د کرنسۍ په ډيرې کمیدا پسې ددغه هیواد  خلک واټونو ته وتلی او د ارودغان  په اقتصادي سیاستونو ئې سختې نیوکې کړي دي .

 په فرانسې کې  د کریسمس ورځ یو ځل بیا د حکومتي ضد مظاهرو په دوام بدله شوې  او خلک  د خوشالۍ په ځاي په سختې غوسې او کرکې سره واټونو ته وتلي او د حکومتي سیاستونو باندې په اعتراض کې ئې چغې پورته کړي دي .

 د روسیې د پوځي چارو یو کارپوه او شناندي الکسی لئونکوف په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي ، روسیه په  هغو توغندیو سره چې ئې  لري ، یوازې په دولسو دقیقو کې  واشنګټن په کنډوالې بدلولی شي .

 طالبانو یو هزاره ډاکټر عبدالطیف نظري چې په ایران کې  ئې پي ایچ ډي ترلاسه کړې ، د افغانستان  د موقته حکومت د اقتصادي چارو د وزارت  د مرستیال په توګه  منصوب کړ .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وئیلی دي ، د اسلام د حقیقت او  ځانګړنو په باب د  روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  وروستۍ  څرګندونې اروپایانو ته  ډير لوي درس ورکوي ، چې نور دې د اسلام د  سوله غواړي او دوستۍ ددین په ضد له پروپيګنډیزو سیاستونو لاس واخلي او  په نړۍ کې دې د ورورولۍ او سوکالۍ لپاره ګامونه پورته کړي .

    داهم  دتهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ویندوي وئیلی دي ، د پیامبر اعظم ۱۷نومې  مانورې د سیمې او نړۍ په وړانډې وښودله چې د ایران  دملت قدرت او تیارسی  د خپل  ټاټوبي او  ملت د  دفاع لپاره  دی  او که څوک  کومه سټراټژيکه تیروتنه وکړي ،نو  په یاد  دې وساتي چې سملاسي به غاښ ماتونکی  ځواب ترلاسه کړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د ایران دسیاحت ، ټوریزم او کلتوري چارو وزارت  په یوې  اعلامیې کې  وئيلي دي ،  دایران سمندري او مځکني  پولې  به تر پنځلسو ورځو پورې پر سیلانیانو تړلي وي  . په دغې اعلامیې کې همداراز  د انګلستان او یوشمیر نورو  اروپائي هیوادونو پشمول پر اتو افریقائي هیوادونو له پلوه هم  هوائي الوتونه بند کړي دي .

په ویانا کې د لویدیځي  لوري یوې سرچینې  چې غوښتل نامه ئې وانخستل شي ، وئيلي دي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب دایران او ۴+۱ ډلې تر مینځ  د روانو خبرواترو  چې د څو ورځو لپاره ځنډيدلې ،  د مسودې په لیکلو کې هاله پرمختګ شوی ، چې د   فرانسې لوري پلاوی له څو ورځو راهسې  په ویانا کې شتون نه لري ، دغې سرچینې دغه راز وئیلي دي ، د ایران و ۴+۱ډلې ترمینځ د  خبرواترو د  نهائي متن په  لیکلو کې د فرانسې لوري خنډونه جوړول چې  اوس ئې په نه شتون سره  ددغه متن او مسودې په لیکلو کې  څه خاص ستونز نه رامینځة کیږي .

المیادین   ورځپاڼې تل ابیب ته د امریکا د ملی امنیت د سلاکار جک سالیون  سفر ته په اشارې سره  په یوه تحلیل کې  لیکلي دي ، اسرائيل نور دامریکا لومړیتوب نه دی او امریکا  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په احیاء پسې ده.

د  روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د مصر د ولسمشر  عبدالفتاح السیسی په ټيلیفوني خبرو کې په لیبیا کې د بهرنیو  په تیره بیا د  امریکا او انګلستان د لاسوهنو د ختمولو په ضرورت ټينګار شوی دی .

د افغانستان  په ننګرهار او کنړولایتونو کې په سرحدي پستو کې  دطالبانو ځواکونه تیارسی شوي  او وئیل کیږي ، چې  دطالبانو لوی درستیز فصیح الدین فاتح په یولړ څرګندونو کې ګواښ کړی ،  چې  له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو ،خو  هیچا ته د افغانستان په داخلی  چارو کې د ګوتوهنې اجازت نه ورکوو ، او  د افغانستان په یوه  اینچه خاورې باندې تیری هم دزغمولو وړ نه دی .

داپه داسې حال کې دي چې د پاکسان دپوځ  یوې خبرې سرچینې وئيلي دي ، د سرحدي شخړې   په باب ئې د طالبانوله حکومتي لوري سره  په لوړه سویه  خبرې اترې کړي ، چې  د یوې موافقې په اساس دغه شخړه نوره حل شوې ده .

 اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو ورځپاڼو ته چې د افغانستان په باب ئې ځيني لیکنې کړي دي ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

  ډېلي ریکورډ ورځپاڼه ؛

ډېلي ریکورډ ورځپاڼې چې له سکاټلنډه خپرېږي په افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره د ۵ لکه ماشومانو د مخامخېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

دغې ورځپاڼې له دې مقالې سره په خوارځواکۍ د څو اخته ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي چې ځینو روغتیايي مرکزونو ته د لومړنۍ درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، په افغانستان کې د طالبانو له  ولکې او له دغه هیواد ه د د بهرنیو عسکرو له  وتلو وروسته دغه هېواد له یوه بحران سره لاس او ګرېوان دی چې بهرنۍ مالي مرستې بندې شوي او سخت ژمی هم په مخکې دی.

لیکوال زیاتوي:په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) مونږ د کرسمس په مناسبت د ماښامنۍ د خوړلو لپاره سره  غونډ شوي وو، په جګړه ځپلي افغانستان کې ډېر لږ خلک په دې پوهېدل چې نیمه نړۍ د کرسمس جشنونه لمانځي.

ډېلي ریکورډ خپرونې ، د مرستندویو ادارو په حواله ویلي، په افغانستان کې تر اتو میلیونو زیات کسان له قحطۍ سره مخامخ دي او ۵ لکه ماشومان ښايي په را روانو درېیو میاشتو کې د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

       ډېلي مېل ورځپاڼې چې له بریتانیا خپرېږي   د طالبانو له خوا پر نوو محدودیتونو لیکنه خپره کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر، جلب او جذب او سمع شکایاتو وزارت   موټر چلوونکو ته په ۶ فقرو کې یو لړ سپارښتنې کړي دي.

په دغو سپارښتنو کې په موټرو کې پر موسیقۍ بندیز او موټر ته د هغو ښځو نه خېژول شامل دي چې محرم ورسره نه وي او د سفر اندازه یې ۴۵ مایله وي.

په موټرو کې د نشه یي موادو پر کارولو بندیز او د لمانځه پر وخت په مناسب ځای کې د موټر درول او د  ږیرې په باب خلکو ته توصیه شامله ده.

ډېلي مېل د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، په ټولنیزو شبکو کې دغه توصیې په داسې حال کې خپرې شوې چې د طالبانو دغه وزارت څو اوونۍ مخکې په ټلوېزیوني ډرامو کې پر ښځینه ممثلانو بندیز اعلان کړی و.

دغه وزارت د ټلوېزیونونو ښځینه ویاندویانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپرونې وړاندې کولو پر مهال حجاب په بشپړ ډول رعایت کړي.د ورځپاڼې په لیکنه، د حجاب رعایتولو غوښتنه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې اکثریت ښځې له وړاندې اسلامي حجاب کاروي.