ایران سره د موافقې لپاره مذاکرات په صحیح لور روان دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110254-ایران_سره_د_موافقې_لپاره_مذاکرات_په_صحیح_لور_روان_دي
د اروپایي اتحادیې د بهرني چارو د څانګي د سرمنشي مرستیال ایران سره روانې خبري اترې په صحیح لور روانې وبللې او د موافقې لپاره هیلمندي وښوده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2021 02:25 Asia/Kabul
  • ایران سره د موافقې لپاره مذاکرات په صحیح لور روان دي

د اروپایي اتحادیې د بهرني چارو د څانګي د سرمنشي مرستیال ایران سره روانې خبري اترې په صحیح لور روانې وبللې او د موافقې لپاره هیلمندي وښوده.

په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو تر غونډي وروسته د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د څانګې استازی «انریکه مورا» خبریالانو ته وویل چي د مذاکرات ټول ګډونوال یوې مثبتي پایلې ته ژمن دي.

په ویانا کې د روسیې استازی «میخائیل اولیانوف» هم په خپل ټوییتر کې ولیکل: د مذاکراتو ټول اړخونه مسلکي او نتیجه ورکوونکي خبري اترېوکړې.

دا په داسي حال کې دی چي ایران د خبرو اترو په مخکنی پړاو کې د بندیزونو د لیري کېدو او همدارنګه د امریکې د ژمنو د رېښتنولی د ازمویلو لپاره یوه طرحه وړاندي کړې وه.