ورځپاڼو ته کتنه 8-10-00
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110326-ورځپاڼو_ته_کتنه_8_10_00
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 29, 2021 13:25 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 8-10-00

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر  کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلوو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله يې وليکل: ښې موافقې ته رسېدل د ټولو خواو لپاره ممکن دي. حسین امیر عبداللهیان پرون له ۴+۱ ډلې سره د خبرو د بهیر په اړه وویل مذاکرات په ښې لاره کښې دي اومهمه دا ده چی ګډ او واحد متن لرو .

هغۀ زياته کړه زیاته کړه د ایران خبرواتروکونکي ټیم په دغه متن تمرکز کړے دے او مقابلو لورو هم د هغو موضوع ګانو په اړه چی اختلافي دي ، تمرکز کړے دے .

د ایران خارجه وزیر جوته کړه که مقابل لوري په اوسنی پړاو کښې خبرو اترو ته په ښه نیت سره دوام ورکړي ، نو ښې موافقې ته رسیدل د ټولو لورو لپاره شونې خبره ده او دا هدف پوره کولې  شو .

ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ په کابل کښې د مېرمنو لخوا په موجوده حالاتو باندې په اعتراض کښې د احتجاجي مظاهرې عکس او خبر ورکړے دے.

په خبر کښې ليکي د افغانستان په سلګونو ټولنیزو فعالانو او مدني خلقو چې اکثر مېرمنې وې د هغه څه په نسبت چې د طالبانو ډلې د عمومی بخښنې د فرمان په باب د دغې ډ لې دجګړ مارو دبې پامۍ او دپخوانیو قوماندانانو او خلقو  په خپل سرو نیونو او شکنجې باندې په اعتراض کې مظاهره وکړه .

----------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د انريکه مورا له  قوله وليکل: ایران سره د موافقې لپاره خبرې اترې په صحیح لور روانې دي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني چارو د څانګي د سرمنشي مرستیال ایران سره روانې خبري اترې په صحیح لور روانې وبللې او د موافقې لپاره يې هیله مني وښوده.

د ورځپاڼې په قول په ویانا کښې د ایټمي مذاکراتو له غونډي وروسته د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د څانګې استازي «انریکه مورا» خبریالانو ته وویل چي د مذاکرات ټول ګډونوال یوې مثبتي پایلې ته ژمن دي.

ورځپاڼې د يمني سرچينو په نقل سره وليکل: د یمن فوځ له سعودي سره په پوله کښې نورې سیمې هم آزادې کړې.

ورځپاڼه زياتوي د یمن دفوځ او ولسی  مبارزو کمیټیو  مسئولانو ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي په یولړ عملیاتو کښې ئې په صعده صوبه کښې له سعودي سره په پوله کښې یو شمیر نورې سیمې هم آزادې کړي  او د تیریګر ائيتلاف ځواک ته  يې درنې مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولي دي .

---------

اوس به د پاکستان چاپ له ورځپاڼو څخه له پېښور نه خپرېدونکې ورځپانې د دغه هېواد د سترې محکمې له قوله وليکل: په قبضه کړې شوې زمکه باندې جومات جوړول حرام دي.

د پاکستان سترې محکمې يا سپريم کورټ د کراچۍ په يو پارک کښې د جوړې شويو غير قانوني ودانيو په اړه د يوې فېصلې په اورولو سره په دغه پارک کښې د جوړ شوي جومات، مزار او هديرې د ويجاړولو حکم صادر کړ.

ورځپاڼې د پاکستان د اطلاع رسونې او نشرياتو د وزير په حوالې سره وليکل: پاکستان ته د نواز شريف د راستنولو په اړه له برطانيې سره د پاکستان د حکومت خبرې روانې دي. هغه زياته کړه نواز شريف او زرداري هېواد ته ډېر زيان رسولې دے.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: له کابل څخه يو زر څلورنيم سوه ماشومان بې له مور او پلاره امريکې ته منتقل کړې شوي دي. ورځپاڼه ليکي له تېر اګست نه تر اوسه پورې له کابل نه يو زر څلورنيم سوه ماشومان له مور پلار او سرپرستانو نه بغېر امريکې ته منتقل کړې شوي دي او هغوي په امريکه خپلو والدېنو ته سترګې په لاره دي او معلومه نه ده چې دغه ماشومان به له خپلو والدېنو سره ملاو شي او که نه او که ملاو شي نو کله به ملاويږي.

----------

د پاکستان د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې بيا د دغه هېواد د فوځ د عمومي قوماندان په نقل سره وليکل؛مونږ د سيمه ايز امنيت او د افغان ملت د خوشحالۍ او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوو.

جنرل قمر جاوېد باجوه دغه خبرې په جي اېچ کيو کښې د يونان له سفير اينډرياس پاپاستاورو سره د خداے په امانۍ کتنه کښې وکړې.

هغه زياته کړه پاکستان له نړيوالو انډيوالانو سره دغه مشن مخ په وړاندې بوتللو کښې لګيا دے. هغه په افغانستان کښې د انساني بحران د مخنيوي لپاره د نړيوال اتحاد او مرستو باندې تاکيد وکړ.

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د خېبرپښتونخوا صوبې په هنګو سيمه کښې د ګېس د ليک کېدو له امله په خوب اودۀ د دريو ماشومانو په شمول د کور شپږ تنه مړۀ شول. په مړۀ شويو کسانو کښې نادر خان نومې کس د هغه مېرمن ،اويشت کلنه لور او درې ماشومان شامل دي. حکومتي چارواکو په دغې غميزناکې پېښې باندې د خواخوږۍ په څرګندولو سره خلقو ته سپارښتنه کړې ده چې د اودۀ کېدو په وخت کښې د ګېسونو هيټرونه بندوي.

-----------

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې هېواد ورځپاڼې ته لاس کوو.

دغې ورځپاڼې د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زدکړو وزارت سرپرست له قوله وليکل؛ ډېر ژر به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

عبدالباقی حقانی، چې تازه د پاکستان له سفر څخه راستون شوے وایی، ډېر زر به د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شی. حقانی تاکيد کړے، چې دوی د نجونو د لوړو زده کړو مخالف نه دی، خو باید یو چوکاټ ورته رامنځ ته شی.د ده په وینا: دوی په یوه ټولګی کښې د ښځینه و او نارینه ؤ محصلینو د زده کړو مخالف دي او د دغې ستونزې د حل لپاره یې کار پیل کړی دی.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال وائي په اوسنی نظام کې به ټول قومونه ګډون ولري.

مولوی عبدالکبیر وایی، په اوسنی نظام کې به د ټولو قومونو استازی ګډون ولری.مولوی عبدالکبیر دغه څرګندونې د بېلا بېلو ولایتونو د اهل تشیع له استازو سره په غونډه او لیدنه کې کړې دی. نوموړی په خپلو خبرو کې له دغو استازو د مننې تر څنګ له اسلامی امارت څخه د هغوی ملاتړ ستایلی او ویلی یې دی، چې اسلامی امارت د ټولو ګډ کور دی او په اوسنی نظام کې به ټول قومونه ګډون ولری. عبدالکبیر د اهل تشیع استازو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته به رسېدګی کېږی او آن د اسلامی امارت د رهبرۍ په کچه به پرې غور او خبرې وشی.د رئیس الوزرا مرستیال ویلی، د امنیت تامین، د آزادې فضا رامنځ ته کول او د خلکو ارامتیا او سهولت د دولت مسئولیت دی او دوی په دې برخه کې جدی دی.------------

او د کابل چاپ مسير ورځپاڼې په یو خبر کښې وليکل:  پاکستان لا هم هندي غنمو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې.

ورځپاڼې د هندي رسنیو د راپورونو له مخې وليکل: سره له دې چې پاکستان ویلي د هند غنمو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولېږدول شي خو تر دې دمه یې پر دې ژمنه عمل نه دی کړی.

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي دمګړی زرګونه ټنه غنم په بندري سیمه کې افغانستان ته د لېږد لپاره تم شوي چې پاکستان یې د لېږد مخنیوی کوي. سرچینه کاږي په دې محموله کې درمل او نور خوراکي توکي هم شته دي خو پاکستان یې پر وړاندې ډول ډول پلمې پلټي.

پاکستان داسې مهال دغه غنمو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې چې تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي وو، هند ته اجازه ورکوي چې خپل پنځوس زره ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي.

ورځپاڼې بيا د سېګار نومې موسسې په حوالې سره وليکل: له هرو دریو افغانانو یو یې له قحطۍ سره مخ دے. دغې موسسې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

ورځپاڼې په بل يو خبر کښې ليکي: اومیکرون وائرسو په اروپا او امریکا کې نوے ریکارډ جوړ کړے دے.

دغه ورځپاڼه زیاتوي په امریکا او فرانسه کې د کرونا د اومیکرون بڼې پراختیا ریکارډ جوړ کړی دی. امریکایي چارواکي وايي چې په امریکا کې په یوه ورځ کې د کرونا اومیکرون بڼې ۴۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا روغتیايي چارواکي وایي دا شمېره تر دې هم لوړه ده، ځکه د کریسمس د رخصتیو له امله ډېر خلک پر وخت روغتونونو ته نه ورځي. همدا راز په فرانسه کې هم په یوه ورځ کې د اومیکرون ۱۸۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په خبر کښې وړاندې ليکي د کرونا اومیکرون بڼه تازه په اروپا او امریکا کې د پراختیا په حال کې ده، روغتیايي چارواکي وايي د دې بڼې پراختیا خورا چټکه ده،

----------