د برتانیې د دولت د مېلمستیاو په اړه نوې رسوایي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111018-د_برتانیې_د_دولت_د_مېلمستیاو_په_اړه_نوې_رسوایي
د برتانیې د دولت یوه نوې رسوایي دا ده چي د دې هیواد د ملکې د خاوند د مړي مراسمو سره هممهاله، برتانوي چارواکو ستره مېلمستیا جوړه کړې وه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 15, 2022 03:09 Asia/Kabul
  • د برتانیې د دولت د مېلمستیاو په اړه نوې رسوایي

د برتانیې د دولت یوه نوې رسوایي دا ده چي د دې هیواد د ملکې د خاوند د مړي مراسمو سره هممهاله، برتانوي چارواکو ستره مېلمستیا جوړه کړې وه.

څه موده مخکې د برتانیې د ملکې خاوند «فلیپ دوک ادینبرا» مړ شوی و چي دې سره سم، د برتانیې لومړي وزیر او د هغه ملګرو یوه ستره مېلمستیا جوړه کړې وه.

د دې مسالې تر اشوا کېدو وروسته د برتانیې دولت په رسمي توګه د دې هیواد له ملکې او له خلګو څخه بخښنه وغوښته خو د برتانیې د کارګرو د ګونډ اپوزیسیون او د دې هیواد ملکه دوهمه الیزابت د بوریس جانسن او د هغه د کابینې د استعفا غوښتونکي شو.

څو ورځې وړاندې هم په یو راپور کې راغلی و چي په دغه هیواد کې د سخت کرونایي بندیزونو پر مهال د دې هیواد د لومړي وزیر په ماڼۍ کې د برتانیې د کابینې په ګډون د شرابو د څښلو لویه مېلمستیا شوې وه.