ورځپاڼو ته کتنه 29-10-00
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111232-ورځپاڼو_ته_کتنه_29_10_00
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 19, 2022 12:26 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 29-10-00

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو.

په سر کښې هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه رااخلوو چې په سر کښې يې د ايران د ولسمشر په نقل سره وليکل: د ايران او روسيې ملګرتياوې پکار دے د ملګرتياو اوچتې سطحې ته اورسيږي.

ولسمشر ابراهيم رئيسي روسيې ته له سفره مخکښې وويل: روسيې ته په سفر کښې به د دوو اړخيزو تعلقاتو، سياسي او اقتصادي مسائلو او همدارنګ د انرجۍ او هوا فضاء په برخو کښې او نورې ملګرتياوې چې تر اوسه موجودې دي خبرې اترې وکړوو خو دغه ملګرتياوې پکار دے اوچتې سطحې ته اورسيږي.

آيت ا... سيد ابراهيم رئيسي زياته کړه روسيې ته سفر د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پيوټن په رسمي بلنې سره ترسره کيږي چې په دې سفر کښې د ګاونډي توب او سيمه ايزې ډېپلومېسۍ د ودې لپاره کوشش اوشي.

هغه واضحه کړه چې د ايران اسلامي جمهوريت يو خپلواکه او مقتدر هېواد دے او په سيمه کښې د نفوذ لرونکے دے همدارنګ روسيه هم يو مهم او په سيمه کښې قوت او نفوذ لرونکے هېواد دے نو ځکه د دواړه مهم او قوت او نفوذ لرونکي هېوادونه په دوو اړخيزو خبرو اترو او صلاح مشورو سره د سيمې په امنيت او اقتصادي او تجارتي تعلقاتو باندې تاثير کولې شي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل د سعودي جنګي الوتکو بېګا د يمن په مختلفو سيمو باندې  بمبارۍ وکړې چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوه.خبر زياتوي د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د یمن د مرکز مارب ولایت په الشرق سیمې باندې بمباري وکړه چې د دغې بمبارۍ له امله د دوو ماشومانو په شمول پنځه یمني ښاریز مړه شوي دي.

تیري ګر سعودي ائتلاف په دې وروستیو اونیو کښې د یمن په مختلفو ولایتونو کښې په استوګنو سیمو باندې څوڅو وارې حملې کړې دي.

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر له قوله وليکل: د یمن محاصره کول او ورباندې فوځي حملې د دغه هیواد د بحران حل لاره نه ده او دا ډول اقدامات په سیمه کښې د بحران او لانجو د لمنې د پراخیدو سبب کیږي.

سعید خطیب زاده زیاته کړه: ایران تل د یمن د خلقو د محاصرې د ختمولو، د جنګ بندولو، په کورنیو چارو کښې یې د مداخلې نه کولو او د دغه هیواد د زمکنۍ بشپړتیا او یووالي د ساتلو په اړه د سیاسي حل لارې د نوښت ملاتړ کړے دے او په یمن کښې د انساني غمیزې د زیاتیدو په مخنیوي باندې تاکيدکوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د کابل ښځو د طالبانو په ډزو د يوې جينۍ د وژل کېدو په خلاف احتجاجي غونډه وکړه.

د دغې مظاهرې په دوران کښې د دغې ځوانې وژل شوې جينۍ د کورنۍ کسانو خبريالانو ته وويل، د تېر زيارت په ورځ طالب ځواکونو په کابل کښې د اودرېدو په يو پاټک کښې  زمونږ په موټر ډزې وکړې چې له امله يې زمونږ د کورنۍ يوه جينۍ مېرمن زېنب عبداللهي ووژلې شوه.

دغو ښځو چې د افغانستان مبارزې مېرمنې نوميږي په يو رېسټورنټ کښې جمع شوې او په دغې پېښې يې يو احتجاجي پېغام يې واوروۀ.

--------

اوس هم د پاکستان ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې په خپله غټه سُرخۍ کښې وليکل، په اسلام آباد کښې له ترهه ګريزې حملې وروسته امنيتي ادارې د تيارۍ په حال کښې شوې دي.

 ورځپاڼې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير له قوله وليکل، په اسلام آباد کښې حمله د غلا، يا ډاکې غورزولو واقعه نه وه بلکه ترهه ګريزه حمله وه چې د دغه هېواد د طالبانو د تحريک لخوا شوې ده او له دغې حملې وروسته مونږ تر ترهه ګرو پورې ورسېدوو او پلټڼې روانې دي.

ورخپاې په يو بل خبر کښې وليکل: د شمالي وزيرستان په تل سيمه کښې د ترهه ګرو په خلاف عملياتو کښې دوه ترهه ګر ووژل شول. ترهه ګر د غيور او مالدين په نامه پېژندل شوي دي. له وژل شويو ترهه ګرو څخه وسلې او نور د ترهه ګرۍ سامانونه کشف شول.

د ورخپاڼې له مخې د پاکستان د مسلم ليک نواز څانګې د مشر مرستيالې مريم نواز ويلي دي د عمران خان حکومت د څو مياشتو يا څو هفتو نه بلکه د څو ورځو مېلمه دے او زر ختمېدونکے دے. هغې زياته کړه د حکومت هيڅ کارکردګي نشته ګراني او بې روزګاري اوچتې سطحې ته رسېدلې ده.

د ورځپاڼې په قول د دغه هېواد د طلاعاتو او نشرياتو وزير بيا ويلي دي چې حزب اختلاف په خبرو پورې اوس د هغوي بچي هم خنده کوي او دوي د حکومت د راپرزولو هيڅ توان نه لري. هغه زياته کړه مخالفين د حکومت د راپرزولو په دړکو باندې څلور کاله تېر کړل او هيڅ نتيجه يې ونه لرله او دوي به په دغه خوشفهمۍ کښې پينځه کاله نور هم تېر کړي.

-----------

اوس به هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼې ته پام وکړوو.

دغې ورخپاڼې د امريکې د سېنټرانو له قوله وليکل: امريکه دې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازادې کړې. امریکايي سناتوران وایي د بايډن اداره دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. امریکايي مخکښ سناتور برنیس سندریز په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی د ټولو ګډ مسوولیت دی.

دده په خبره د امریکا ولسمشر او ددغه هېواد حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ددغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي. سندرز وایي دلته بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی او د امریکا بندیزونه به د میلیونونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

تر سندریز مخ کې ګڼو نورو امریکايي او نړیوالو سیاسیتوالو هم ددغه شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده او د بندیزونو دوام یې د ناورین ستر لامل بللی دی.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: پخواني ولسمشر له ناروې د مرستې ډېرولو غوښتنه کړې.

د ناروې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي انډرېس لینډ من په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې دي. حامد کرزي ویلي چې ناروې له اوږدو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلو برخو کې بشردوستانه مرستې لرلې دي او تمه لري چې دغه مرستې لا پراخې شي.

د ناروې سفیر هم ویلي چې دوی له افغانانو سره ښو اړیکو او له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې د خپلو هڅو پر پراختیا بوخت دي. په دې لیدنه کې همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.

ورځپاڼې د چين د بهرنيو چارو د وزارت په حوالې سره ليکلي: د طالبانو حکومت دې د نړیوالو غوښتنو ته درناوی وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان په خپلو پښو درېدو ته اړتیا لري او دا مسئله هغه وخت ترسره کېدی شي چې د طالبانو حکومت له نړیوالو سره ښې اړیکې او پراخ تعاملات ولري او د نړيوالو غوښتنو ته درناوې وکړي.

د چینایي لوري په خبره د افغانستان دطالبانو حکومت ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو نرمښت وښيي، کورني سیاست کې له نرمښت کار واخلي او له هېوادونو سره د اړیکو لرلو لپاره هڅه وکړي.

ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي وزیرستان کې په یو برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي.

د پاکستاني پولیسو پر پوسته د وسله والو په برید کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان په وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو سیمه ییز قومندان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د میر علي تحصیل په سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پولیسو مشر ویلي چې تر پېښې وروسته یې ځواکونه د پېښې ځای ته لېږلي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. د پاکستاني طالبانو تحریک د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې ده او تر شپږو پورې پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې  شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲م کال وېډيويي کنفرانس ته وينا وکړه. د چين دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲م کال وېډيويي کنفرانس ته (راځئ! په ټينګ باور او زړورتوب له کرونا وبا وروسته ښکلې نړۍ اباده کړو) وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، دوه اوونۍ وروسته به د چين د کرهنيزې جنترۍ د پړانګ کال پېل شي. پړانګ د چين په کلتور کې د زړورتوب او قوت سمبول بلل کيږي. موږ بايد د کرونا وبا او نورو سختو ننګونو پر وړاندې د پړانګ په شان په زړورتوب او ټينګ عزم مبارزه وکړو او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ عادي حالت ته را وګرځوو.

شي جين پينګ له بېلابېلو هېوادونو څخه وغوښتل، چې په ګډې همکارۍ د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي، د نړيوال اقتصادي پرمختګ د بيا سمسورتيا لپاره دې بېلابېلې ننګونې لرې او د پرمختګ لوی واټن دې کم کړي، نړۍ ته دې بیا وده ورکړي، د سړې جګړې له مفکورې دې لاس واخلي، ټول دې ګډ سوله ييز ژوند وکړي او ګډې ګټې دې ولټوي.

----------