د افغانستان په باب د امریکائي څارونکي اورګان دخبرداری ایشوا کیدا
په امریکا کې د نوو سندونو ایشواکیدا ښئ چې واشنګټن د پر افغانستان د سلطې په وخت کې ددغه هیواد د هوائي ځواک دکارندوالي په ساتنې کې ډيرې لټۍ کړي دي .
د سیګارپه نامې سره د افغانستان دبیا رغاونې ځانګړي امریکائي پلټونکي مسئول جان سوپکو د ۲۰۲۱کال په جنورۍ کې او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدا څو میاشتې مخکې ټينګار کړی ؤ چې د افغانستان هوائي ځواک به د امریکائي عسکرو له شاتګه وروسته د فعایت په دوام کې بې وسه وي .
دغه راپور د افغان ملاتړو تخنیکي کارکونکو د روزنې لپاره د امریکا هغې لټۍ ته اشاره کړې چې د امریکائي ټیکدارانو له مرستې پرته دخپلو الوتکو د ساتنې لپاره دافغانستان د هوائي ځواک د بې وسۍ او کمزورۍ لامل شوي ده . سیګار ادارې په دغه راپور کې وئيلي ، له ۲۰۱۰کاله رانیولې تر ۲۰۱۹پورې په کلونو کې امریکا دافغانستان د هوائي ځواک لپاره پراختیا او ملاتړ په نامې سره او د دهغو دځانګړي ماموریتونو لپاره اته اعشاریه پنځه میلیارډډالر لګولي دي . خو نوموړی راپور خبرداری ورکوي ، چې دوي هردواړه له ښه چمتووالي برخمن نه وو .
همداراز دغه راپور له افغانستانه د دوي د الوتکو د ساتنې مسئولو په سلګونو امریکائي ټيکیدارانو د لیرې ساتلو په نسبت هم خبرداری ورکړی ؤ .
د نوموړي راپور په اساس ،امریکا او ناټو په ۲۰۱۹کال کې د افغانستان د هوائي ځواک په جوړولو کې په ډې د ډاډترلاسه کولو سره چې دغه ځواک په اوږدمهال کې په ځان دتکیې فرصت پيدا کړي،خپل ماموریت بدل کړ .
ددغې تشې یا خلاء د ډکولو لپاره د افغانستان د هوائي ځواک له بې وسه کیدا سره یوځاي ،د طالبانو په ضد د افغانستان د پوځ له عملیاتو څخه د امریکا د هوائي ملاتړغوڅیدا،له افغانستانه د لویدیځي ځواک په شاتګ پسې د طالبانو په مسلط کیدا کې یو مهم عامل ؤ .
د امریکا ولسمشر جوزف بایډن د ۲۰۱۲کال د جولائي په اتمه نیټه په افغانستان کې د بندون له وضعیّته د ژغورنې لپاره له دغه هیواده د امریکائي پوځیانو د سملاسي وتلو فرمان صادر کړ. په دې پسې هم ناټو اعلان وکړ،خپل عسکر له افغانستانه وباسي . د جوزف بایډن له خوا له افغانستانه ،یعني د اګست له یودیرشمې نیټې څخه له دغه هیواده د امریکائی پوځيانو د نهائي وتلو د وخت له اعلانه وروسته،د افغانستان د پوځ او پولیسي ځواکونو دتسلیمیدا لپاره دخبرواترو په چوکاټ کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د طالبانو عملیات او د مختلفو ولایتونو نیولل په دوه چنده ډول چټک شول او په نهایت کې طالبان وتوانیدل ، د ۲۰۲۱کال داګست په نیمائي کې کابل ونیسي او ددغه هیواد مرکزي حکومت هم نسکور کړي .
داپه داسې حال کې وو چې د افغانستان هوائي ځواک د امریکا دلوجسټیکي او روزنیز ملاتړ دنه کیدا په دلیل عملا فلج شوی ؤ. دا ځواک د بلوه ضد ځانګړو الوتکو او چورلکو په ا ختیار کې له لرلو سره سره په عملي توګه په یوه بې خاصیّته ځواک بدل شوی او په نهایت کې هم ډیری پيلوټان ئې له خپلو چورلکو او الوتکو سره یو ځاي نورو هیوادونو ته وتښتیدل .
سیګار ادارې، په ۲۰۰۸کال کې د تاسیس له وخت راهسې،په افغانستان کې د واشنګټن د لګښتونو او اقداماتو د مستند کولو او تعقیبونې چارې په غاړه درلودې او په دغو راپورونو کې د امریکائي حکومت د وزارتونو او همداراز په افغانستان کې د ناټو ځواک دغړو هیوادونو په وسیله دمیلیونونو ډالرو پر غلا کولو اونغرلو بانډې ټينګار شوی دی . واشنګټن ادعا کوي ، چې په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان دی رغلونو له وخت راهسې ئې د افغانستان د بیارغاونې لپاره څه دپاسه یو سل پنځه څلویښت میلیارډ ډالر او په دغه هیواد کې د پوځي ځواک د رغونې او پياوړي کولو لپاره په میلیارډونو ډالر خرڅ کړي دي.په عین حال کې،دغه ټول لګښتونه ،له پلټڼې او له کومې مناسبې نتیجې درلودلو پرته شوي دي .
په حقیقت کې د امریکا په وسیله دافغانستان نیواک له وژلو ،کنډوالو ډ ترهه ګرۍ له پراختیا او له افغانستانه د نشه ایزو موادو دتولید او قاچاق له زیاتیدا پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې،هغه هم په داسې حال کې چې د امریکا دمالیاتو ورکونکو پیسې ،د امریکائي عسکرو له ژوند سره یو ځاي ضائع شوي دي .