لویدیځ هیوادونه د اوکراین د کړکیچ د زیاتولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111308-لویدیځ_هیوادونه_د_اوکراین_د_کړکیچ_د_زیاتولو_هڅه_کوي
مهر خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل اوکراین ته د وسلو استول او په کي یف باندې د حملې په هکله په ماسکو د تور لګول داسی مورد دی چې لویدیځ د خپلو خوځښتونو د ترسره کولو لپاره چې پوځي ماهیت لري ورته ضرورت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 12:53 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د اوکراین د کړکیچ د زیاتولو هڅه کوي

مهر خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل اوکراین ته د وسلو استول او په کي یف باندې د حملې په هکله په ماسکو د تور لګول داسی مورد دی چې لویدیځ د خپلو خوځښتونو د ترسره کولو لپاره چې پوځي ماهیت لري ورته ضرورت لري .

هغې نن په خبري کانفرنس کښې وویل له بده مرغه اخري راپورونه چې په رسنیو کښې رسمي او غیر رسمي سرچینو ته په اشارې سره خپریږي زمونږ اندیښنې تائیدوي .

څو ورځې کیږي چې بریتانیا په پوځي ټرانسپورټي الوتکو کښې اوکراین ته وسلې استوي .

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن زاخارووا وویل کاناډا هم څه د پاسه دوه سوه (۲۰۰) کومانډو د خپل سفارت د ساتنې په پلمه اوکراین ته استولي دي .

هغې زیاته کړه په اوکراین باندې د حملې لپاره د روسیې د چمتو کیدا په هکله د امریکا ادعا داسې مسله ده چې واشنګټن د پراخو پوځي خوځښتونو د زمینې د رامینځته کولو لپاره ورته ضرورت  لري .