په اوکراین به د روسیې برید غمیزه رامینځته کونکی وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111340-په_اوکراین_به_د_روسیې_برید_غمیزه_رامینځته_کونکی_وي
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په دې خبرې سره چې په اوکراین د روسیې برید به د نړۍ لپاره یوه (۱) غمیزه وي ادعا وکړه د ماسکو د تیري په بڼه کښې لندن د کي ایف(Kiev) ملاتړ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2022 10:32 Asia/Kabul
  • په اوکراین به د روسیې برید غمیزه رامینځته کونکی وي

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په دې خبرې سره چې په اوکراین د روسیې برید به د نړۍ لپاره یوه (۱) غمیزه وي ادعا وکړه د ماسکو د تیري په بڼه کښې لندن د کي ایف(Kiev) ملاتړ کوي .

هغه نن په اوکراین کښې د حالاتو خرابیدا ته په اشارې سره ډاګینه کړه د روسیې لخوا هر ډول تیری به د بلوا سبب شي .

د دغه راپور پراساس د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له دې مخکې د روسیې او د امریکا ترمینځ د شخړو له زیاتیدا سره په یووخت ماسکو ته ګواښ وکړ که چیرې د اوکراین په هکله تاوتریخولاي زیات کړي او په دغه هیواد برید وکړی نو له غمیزې سره به مخامخ شي .

امریکا چې تل په ختیځ کښې د خپل سیال قدرت په توګه په روسیې باندې د دباونو د راوستلو هڅه کوي همدا اوس په دغه ادعا سره چې د اوکراین په سرحد کښې د روسیې د عسکرو شتون د دغه هیواد لپاره ګواښ ګڼل کیږي په دغه سیمه کښې د تاوتریخوالی د رامینځته کولو او په روسیې باندې د دباو د زیاتولو لپاره د نوي پلمې د لټولو کوشش کوي .

روسیې هم په ځلونو ویلی دي له اوکراین سره په سرحد کښې د ماسکو پوځي شتون یو(۱) عادي پوځي اقدام دی خو امریکا او متحدان یې اراده لري له اوکراین سره د روسیې سرحدي شرایط له تاوتریخوالي ډک وښيي .