ملګروملتونو د افغان میرمنو په نیول کیدا اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111418-ملګروملتونو_د_افغان_میرمنو_په_نیول_کیدا_اندیښنه_څرګنده_کړه
صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر د ښځو د حقوقو د دوو (۲) فعالانو په بې درکه کیدا باندې د اندیښنې په ښودلوسره په طالبانو غږ وکړ د دغو دوو (۲) میرمونو د بندي کیدا د ځاې په هکله اطلاعات ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د افغان میرمنو په نیول کیدا اندیښنه څرګنده کړه

صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر د ښځو د حقوقو د دوو (۲) فعالانو په بې درکه کیدا باندې د اندیښنې په ښودلوسره په طالبانو غږ وکړ د دغو دوو (۲) میرمونو د بندي کیدا د ځاې په هکله اطلاعات ورکړي .

په افغانستان کښې د ملګروملتونو نمایندګۍ یوناما پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د تمنا زریاب پریاني او د پروانه ابراهیم خیل په نومونو د دوو (۲) ښځینه فعالانو په تښتولو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره په طالبانو غږ وکړ چې د دغو دوو (۲) ښځو په  هکله د اطلاعاتو په ورکولوسره د هغوې د بندي کیدا ځاې اعلان کړي .

دا په داسې حال کښې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغو دوو (۲) ښځینه فعالانو نیول رد کړي دي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د تمنا زریاب پریاني د نیول کیدا د خبر په ردولو سره هغې ته اړونده ویډیو جعلي بللي وه .

د میرمن زریاب په ویډیو کښې چې په اینټرنیټ پاڼو خپره شوي ده هغه چغې وهي چې طالبانو زما د نیولو لپاره زما په کور حمله کړي ده .

په عین حال کښې ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس د یوه(۱) عیني کتونکي په قول ادعا وکړه چې طالبانو په تیرې چهارشنبې ورځ د تمنا زریاب پریاني په کور یرغل کړی او هغه او د هغې درې (۳) خویندې یې نیولي او له ځانونو سره یې بیولي دي .