د چارواکوبایکاټول او دسوئيفټ غوڅول د اړیکوپرې کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111738-د_چارواکوبایکاټول_او_دسوئيفټ_غوڅول_د_اړیکوپرې_کول_دي
 د روسیې خارجه وزیر  په دوام کې ووئيل ،د لویدیځ په کنټرول کې  مالی سسټمونو ته د ماسکو د لاس رسي له بندولو سره یوځاي   د روسیې د سیاسی چارواکو په ضد بندیزونه ، د اړیکو دغوڅولو په معنا دي ، چې دا  د هیچا په ګټه  نه دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 30, 2022 02:16 Asia/Kabul
  • د چارواکوبایکاټول او دسوئيفټ غوڅول د اړیکوپرې کول دي

 د روسیې خارجه وزیر  په دوام کې ووئيل ،د لویدیځ په کنټرول کې  مالی سسټمونو ته د ماسکو د لاس رسي له بندولو سره یوځاي   د روسیې د سیاسی چارواکو په ضد بندیزونه ، د اړیکو دغوڅولو په معنا دي ، چې دا  د هیچا په ګټه  نه دي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  پرون ناوخته له لویدیځي هیوادونو سره  دتاؤتریخوالي زیاتیدا ته په اشارې سره  ووئيل ، ددغه هیواد دچارواکو بایکاټول  او د سوئيفټ سسټم  ته د روسی ېد لاس رسي غوڅول  د اړیکو دغوڅولو په معنا   دي .

 لاؤروف  په دې باب ووئيل ، روسیه    د درستو سناریوګانو لپاره   تیاره ده او  که مقابل لوری پخپلو کړنو بیا کتنه ونه کړي ،نو نتیجې  به ئې هم همدوی ته متوجه وي .

 د روسیې خارجه وزیر  په دوام کې ووئيل ،د لویدیځ په کنټرول کې  مالی سسټمونو ته د ماسکو د لاس رسي له بندولو سره یوځاي   د روسیې د سیاسی چارواکو په ضد بندیزونه ، د اړیکو دغوڅولو په معنا دي ، چې دا  د هیچا په ګټه  نه دي .

 د اوکراین په سر د تاؤتریخوالو  په دلیل  د سوئيفټ بانکي سسټمونو ته د روسیې د لاس رسي دغوڅولو په باب دلویدیځي هیوادونو ځینو لوړپوړو چارواکو   په وروستیو تاؤتریخوالو او ګواښونو پسې ، د روسیې یوه لوړپوړي قانون جوړونکي   د روسیې په ضد ددغه اقدام د   پایلو په باب اروپایانو ته خبرداری ورکړ .

د روسیې سناتور نیکولای  ژوراولف  خبرداری ورکړی ، چې  که  سویئفټ بانکي سسټم ته  دروسیې لاس رسی غوڅ شي،نو دتیلو اوګیسو  پشمول د روسیې  دمحصولاتو واردونکي  اروپائي هیوادونه  د انرژۍ له دغو  سرچینو محرومه شي