د طالبانو حکومت سل (۱۰۰) پخواني ځواکونه او کسان وژلي
فرانسي خبري اژانس راپور ورکړ د ملګروملتونو د اعلان پراساس د افغانستان د مخکني حکومت څه د پاسه سل (۱۰۰) امنیتي ځواکونه او هغه ښاریز چې په هیواد کښې یې له خارجي ځواکونو سره ملګرتیا کړي وه د طالبانو د حکومت لخوا وژل شوي دي .
د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش راپور وايي د افغانستان د طالبانو حکومت واک ته له رسیدا وروسته په تیرو پینځو (۵) میاشتو کښې د پخواني حکومت د ادارو څه د پاسه سل (۱۰۰) غړي چې امنیتي ځواکونه او هغه افغانان هم پکښې شامل دي چې له خارجي ځواکونو سره یې ملګرتیا کړي ده وژلي دي .
ملګروملتونو ویلي دي چې په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته هلته د ښاریزو په تیره بیا د ښځو حقوق او د مظاهرو د ترسره کولو حق محدود شوی دی .
د ملګروملتونو سرمنشي ګوټریش په خپل راپور کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې د بشري حقوقو مدافعان ، او د رسنیو کارکونکي هماغه راز له ګواښ ، حملو ، رعب ، ځورولو ،کړولو او بد چلند سره مخامخ دي .
طالبانو تراوسه د ملګروملتونو راپور ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی .