د ایران پرضد د امریکا پوځي ګواښ مینځ تشی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112094-د_ایران_پرضد_د_امریکا_پوځي_ګواښ_مینځ_تشی_دی
زمونږخبریال وايي د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په وخت کښې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د ایران پرضد د واشنګټن د اوسني حکومت په سیاست باندې نیوکې سره د ایران پرضد پوځي ګواښونه مینځ تشي وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2022 08:54 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د امریکا پوځي ګواښ مینځ تشی دی

زمونږخبریال وايي د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په وخت کښې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د ایران پرضد د واشنګټن د اوسني حکومت په سیاست باندې نیوکې سره د ایران پرضد پوځي ګواښونه مینځ تشي وبلل .

جان بولټن له « نیوزویک» اونیزې سره په مرکه کښې چې پرون خپره شوه وویل د جوبایډن حکومت د هغه ګروهنې په دلیل چې د بریالیتوب لپاره یې لري بالاخره اټومي تړون ته بیرته ورستون شي .

جان بولټن ادعا وکړه د جوبایډن حکومت په تیر کال کښې د دې لپاره چې اټومي تړون احیا کړي خپل ځان ذلیل کړی دی او د میز شاته یې امتیاز ورکړی دی .

جان بولټن په سپینې ماڼۍ کښې د شتون په وخت د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په توګه د ایران پرضد د زیات دباو د راوستلو تر ټولو سخت پلوي و .

د امریکا ډیرې اوسنیو حکومتي چارواکو او سیاسي شناندو ویلي دي چې د واشنګټن دغه سیاست ماتي خوړلي ده او له اټومي تړون ورهاخوا  د یوې(۱) بلې موافقې لپاره خبرو اترو ته د ایران د مجبورولو لپاره د خپل اصلي هدف په تحقق کښې ناکامه شوی دی.

د جوبایدڼ په مشرۍ د امریکا اوسنی حکومت ادعا کوي چې نیت لري د ویانا د خبرو اترو له لارې امریکا اټومي تړون ته ورستنه کړي خو عملا اوس یې هم د تهران پرضد د زیات دباو د سیاست له اجرا کولو شاتګ نه  دی کړی .