روسیې د امنیت په هکله د ناټو په کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112100-روسیې_د_امنیت_په_هکله_د_ناټو_په_کړچار_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وايي روسیې د اروپا د لوې وچې د امنیت د تامینولو په موضوع او روسیې ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو څخه په ډډه کولو کښې د ناټو تړون کړچار د نه منلو وړ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2022 09:19 Asia/Kabul
  • روسیې د امنیت په هکله د ناټو په کړچار نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي روسیې د اروپا د لوې وچې د امنیت د تامینولو په موضوع او روسیې ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو څخه په ډډه کولو کښې د ناټو تړون کړچار د نه منلو وړ وباله .

په اروپايي اتحادیې کښې د روسیې استازي ولادیمیر چیژوف نن ریانووستي خبري اژانس ته وویل د اروپا د امنیت په منشور کښې چې په نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۹) میلادي کال کښې تصویب شوی دی د اروپا  د لوې وچې لپاره د یوشان او د نه جلا کیدا وړ امنیت په اصل باندې ټینګار شوی دی .

هغه وویل په دغه سند کښې د نورو هیوادونو د امنیت په خطر کښې اچولو سره د خپل امنیت د پیاوړي کولو لپاره هڅه رده شوي ده .

روسیې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې ماسکو ته د امنیتي ضمانتونو د ورکولو لپاره امریکا او ناټو ته لیکلی وړاندیز وکړ چې ناټو د ختیځ په لور پراخ نشي خو لویدیځو هیوادونو د ماسکو دغه نوښت رد کړ .