د امام محمد تقي (ع) نېکمرغه ميلاد ټولو ته مبارک شه
نن د رجب يا بزرګې د مياشتې لسمه نېټه د امامت او ولايت د آسمان د نهم ځلانده ستوري نېکمرغه ميلاد دے.
امام محمد تقي (ع) د 195 هجري قمري کال د رجب يا بزرګې د مياشتې په لسمه نېټه په مدينه منوره کښې دنيا ته تشريف راوړۀ او د خپل قدرمن پلار له اهلبېتو امامانو عليهم السلام څخه د اتم امام حضرت امام رضا (ع) له شهادته وروسته د مسلمانانو رهبري په غاړه واخېسته.
د امام محمد تقي (ع) لقب مبارک جوادالائمه دے.
امام علي رضا (ع) د خپل فرزند امام جواد (ع) د مقام او منزلت په باره کښې وفرمايل: «زۀ د داسې يو زوے لرونکے شوے يم چې د موسی (ع) په شان د علم د سمندرونو چاؤنکے دے.» امام محمد تقي (ع) په اته کلنۍ کښې امامت ته اورسېد او د امامت دوران يې اولس کاله ؤ، يعنې هغه حضرت د خپل امامت دوران له ماشومتوب نه تر ځوانۍ پورې تېر کړے دے.
د امام جواد (ع) د امامت په دوران کښې مختلفو اسلامي او غېر اسلامي فرقو وده کړې ده او د نورو ملتونو علومو او فنونو ته خاصه پاملرنه شوې وه، نو ځکه هغه حضرت په علمي او اعتقادي بحثونو بوخت ؤ د مختلفو دينونو له مخالفانو سره په مناظرو کښې د خداے لخوا ورکړې شوې عملي سرمائې څخه د امامت دفاع وکړه.
د ايران د اسلامي جمهوريت خداے لټونکي خلق د امام محمد تقي (ع) د ميلاد د کليزې په موقع په مقدسو ځايونو په تېره بيا د هغه حضرت د بزرګوار پلار امام رضا (ع) په پاک حرم کښې برمناک جشنونه نمانځل چې سږ کال هم د وائرسو د خپرېدو په وجه دغه مراسمو په آنلائن توګه نمانځل کيږي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن اداره د امام محمد تقي (ع) د نېکمرغه ميلاد په موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړۀ له کومي مبارک وائي.