د تهران او ځینی نوره نننۍ نړیوالې ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په د ې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم ځيني نړیوالې ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د لندن چاپ الرائ الیوم ورځپاڼې مسئول چلونکي عبدالباري عطوان پخپل یوه نوي تحلیل کې د ایران وروستي جوړ شوي ؛خیبرشکن ؛نومې سټراټژيک ګائيډیډ توغندي ته په اشارې سره ووئيل،دغه توغندی دتل ابیب مینځ په شیشت کې راوستلی شی دا اسرائيلو او د امریکامتحده ایالاتو ته یو جدي پیغام دی .وئيل کیږي ، چې د ایران نوی جوړ کړائ شوی خیبر شکن نومې توغندي په یو زر څلور سوه پنځه څلویښت کلومیټره واټن باندې په ټارګټ لګیږي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د روسیې او اوکراین په پولو کې د بحران له امله د روسیې او لویدیځي لوري په تیره بیا دامریکا ترمینځ یو ځل بیا سوړ جنګ اوج ته په رسیدا دی او د روسیې په ضد رسندوئي پروپيګنډيز تبلیغات په غاړه اخستي دي او د جنګ نغارې ئې پورته کړي دي حال دا چې روسي چارواکو په کرتو وئيلي دي ،دجنګ هیڅ نیّت نه لري .
د امریکاحکومت په یوې ښکاره غلا کې اعلان کړی دی،د جوزف بایډن په فرمان سره ئې د افغانستان د خلکو درې نیم میلیارډډالري شتمنۍ د ستمبر د یولسمې نیټې د قربانیانو په خپلوانو کې ویشوي .
د امریکا یوه سناتور او مشهور سیاستوال برني سنډرز ایشواکړي ده ، نوی میلیون امریکایان د درملو د اخستو وس نه لري .
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیتي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د دکرونائي چارو د ملی کمیټې په غونډې کې ووئيل وباید په درست هیواد کې له ضرورت پرته دې هیڅ ډول غونډې یا دستورې دې نه جوړیږي څو د اومیکرون ویروس د خوریدا مخه ونیول شي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دامریکا ولسمشر جوزف بایډن له روسیې سره د ساړۀ جنګ د ګرمَمَولو په موخې سره لاپو وهل پیل کړي او وئيلي ئې دي ،روسیه به په زیات احتمال سره د فرورۍ په شپاړسمه نیټه په اوکراین حمله وکړي .
په ویاناکې د روسیې سفیر او دایمي استازي میخائيل اولیانوف ووئيل په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موفاقې داحیاء په باب ډيپلوماټيکې هڅې خپل اوج ته په رسیدا دي او ممکنه ده په څو ورځو کې ئې نهائي نتیجه مشخصه شي . حال دا چې د اټلانټیک شورا د ایران د برخې مشر او تکړه امریکائي تحلیلګر باربرا اسلوین په یولړ خبرو کې وئيلي دي د ایران په ضد دبندیزونو په سر اختلافات هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي .
انګریز لومړی وزیر بوریس جانسن او دعربستان پاچا ملک سلمان د ایران او سیمې دوروستیو حالاتو په باب سره ټیلیفوني خبرې کړي دي .
په افغانستان کې د ملګروملتو د دفتر (يوناما) مشر هېډئو ايکبه د ايران د بندرونو او سمندر د چارو له عامل مدير علي اکبر صفائي سره په کتنه کښې هيله څرګنده کړې،د ډېپلوماټیکو ملاتړونو په ترسره کولو او له ذي صلاح نړيوالو مراجعو څخه او همدارنګ د افغانستان له کورنيو مراجعو څخه د يوناما په تعقيبونې سره افغانستان ته يا د افغانستان له لارې د سامانونو له ټرانسپورټ او ټرانزېټ سره اړوند موضوعګانو ته دې مخه شي.
د سورئې د الحسکه ولایت په الصناعه زندان شاوخوا کې د داعشیانو او کرد ډيموکراټيک ځواک ترمینځ په وروستیو نښتو پسې،د عراق دملی امنیت سلاکار قاسم الاعرجي وئيلی دي،د امکاناتو د کمښت په دلیل دالحسکه په زندانونو کې د داعشیانو ساتل خطرناک دي .وئيل کیږي،د امریکا تر ملاتړ لاندې کرد ډيموکراټيک ځواک (قسد) په زندانونو کې کابو لس زره داعشيان بندیان دي .
داهم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل سایټ کې ئې لیکلی دي ، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي دامریکا له ولسمشر جوزف بایډن څخه غوښتي دي د افغانستان دکنګل شوو شتمنیو د مصادره کولو په باب دې خپله فیصله بیرته واخلی او دغه پیسې دې د افغانستان ولس ته بیرته وګرځوي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر دبهرنیو چارو مشر خالد مشعل بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئيل و دغه مبارزه ډله د فلسطین له جبهې سره په اتحاد او د مقاومت په پراختیا پسې ده .
د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا په یولړ څرګندونو کې ووئیل په اوکراین د روسیې دحملې سناریو دامریکا جوړه کړائ شوي یوه چټي لوبه ده .
د طالبانو یوه ویندوی محمد نعیم وردک په یولړ څرګندونوکې ووئيل ، د افغانستان د ولس د پیسو اوشتمنیو غلا د امریکا د انساني او اخلاقي ځوړتیا تر ټولو وروستی حد دی . امریکا د افغانستان د ولس په ضد اقتصادي جنګ ته مخه کړې ده .
د سورئې په دیرالزور ولایت کې ددغه هیواد پوځ او مقاومتي ځواک د داعشي تکفیریانو یو شمیر پټنځایونه تباه او زیاتې وسلې او تجهیزات هم تباه کړي دي .
***********************
اوس هم راګرځو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
ګڼو لویدیځي رسنیو د امریکا د ولسمشر پر هغې پرېکړې لیکنې او تبصرې خپري کړي دي چې د امریکا په بانکونو کې ئې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د وېش په اړه دي .
جوبایډن د یوه فرمان په اساس حکم کړی چې دا ۷ میلیارد ډالره دې دوه برخې شي، نیمايي دې د سټمبر د ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي او پاتې دې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ولګول شي.
نیوز ویک مجلې په دې اړه د خپلې یوې لیکنې په سر کې لیکلي دي، د سټمبر د ۱۱ نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنۍ اندېښنه لري چې یوازې یوه وړه برخه خلک به د افغان پانګې له درې نیم میلیارډو ډالرو څه ترلاسه کړي.
نیوزویک د بروس ایګلیسن له خولې چې پلار ئې د سټمبر د ۱۱نېټې په پېښه کې وژل شوی وايي: "مونږ په کلکه د دې ملاتړ کوو چې د دې پیسو یوه لویه برخه باید افغانستان کې د رامینځته شوي ویرونکي بشري ناورین د کمولو او هغو کسانو سره د مرستې لپاره ولګول شي چې دا مهال افغانستان کې کړیږي.
د نوموړي په وینا د امریکا د حکومت دغه اقدام به د بریدونو د قربانیانو کورنۍ اړ کړي چې خپلو کې د یو بل پر وړاندې ودریږي او دا غیرې عادلانه ده.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم خپله د شنبې ورځې سرمقاله په همدې اړه لیکلې.ورځپاڼې د سټمبر د ۱۱ نېټې د بریدونو د قربانیانو حقوقې ادعا، په ورته وخت کې په افغانستان کې بشري بحران او د دې پیسو یوه برخه د محکمې پرېکړې ته پرېښودل پیچلې اخلاقي او حقوقې مسالې بللې.
دا ورځپاڼه وايي، د بایډن اداره یقیناً په یو شي کې سمه وايي او زیاتوي، د افغانستان د خلکو پر ديرې اړتیا سربېره چې ډېر یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي، دا به تېروتنه وي چې دا پیسې پرته له کوم محدودیت څخه د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شي، هماسې چې طالبان یې غواړي.
ورځپاڼه د طالبانو له خوا د سوله ییزو اعتراض کوونکو نیولو او د خپلو مخالفانو ځپلو ته اشاره کوي او په پای کې وايي: طالبانو د اعتدال او ټول شمولۍ ژمنه کړې وه او اوس ورته د نړیوالې ټولنې له خوا د تمویل او رسمیت ترلاسه کولو ښه لاره دا ده چې د دې ژمنو ماتول بس کړي.
بریتانوۍ انډپنډینټ ورځپاڼې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د یو څېړونکي انډریو واټکېنز له خولې ویلي، د امریکا ولسمشر بایډن دا اجرایوي فرمان د افغانستان د اقتصاد د هر ډول بیا احیا لپاره فضا راتنګوي.
د نوموړي په وینا د افغانستان د مرکزي بانک له فعالیت پرته د افغانستان په اقتصاد کې د معنی لرونکې بهترۍ راتللو ته هېله کمه ده.
سپینې ماڼۍ بیا یو بیان کې ویلي، د اجرايي فرمان هدف دا دی چې د افغانستان خلکو ته د دې پیسو د داسې رسېدو لاره برابره کړي چې د طالبانو او نورو کرغیړنو لوبغاړو لاس ترې لېرې وي.