د امریکا نیمايي خلک د اوکراین له کړکیچ سره مخالف دي
روسیا الیوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د یوې (۱) نظر سنجې د پایلو پراساس د امریکا درې پنځوس (۵۳) فیصده خلک د اوکراین په کړکیچ کښې د واشنګټن له لاسوهنې سره مخالف دي .
د اوکراین په کړکیچ کښې د امریکا د کړچار په هکله د سي بی ایس نیوز ټیلي ويژن د نظر سنجې پایلې د دې ښودنه کوي چې د امریکا درې پنځوس (۵۳) فیصده خلکو چې پوښتنې ترې شوي دي د اوکراین په کړکیچ کښې د نه لاسوهنې د خبرې ملاتړ وکړ .
دغه راز د امریکا شل (۲۰) فیصده خلکو د اوکراین د کړکیچ په وړاندې د ولسمشر جوبایډن کړچار له حد څخه زیات غلیمانه جاجولی دی .
له دې سره سره چې روسیه هماغه راز په اوکراین باندې د حملې د پلان خبره رد کړده خو د امریکا ولسمشر جوبایډن د فرورۍ د میاشتې شپاړسمه (۱۶)نیټه په اوکراین باندې د ماسکو د ادعا وړ حملې د ترسره کیدا ورځ اټکل کړي ده .