امریکا د اوکراین په هکله هسې چټي شورماشور جوړ کړی
زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل امریکا د اوکراین د حالت په هکله شورماشور جوړ کړی چې روسیه د اروپا د انرژۍ له بازار څخه حذف کړي او ځان ځاې ناستی کړي .
د نورډ سټریم دوه په نوم مهمه پروژه د کابو یولس میلیارډه ډالرو پانګونې سره جرمني ته د روسیې د ګازو د نیغ په نیغه د انتقال لپاره مطرح ده چې اټکل کیږي دغه پروژره به تر ډیره حده د اروپا د انرژۍ کړکیچ حل کړي خو امریکا د دغه پروژې سخته مخالفه ده او ادعا کوي چې نورډ سټریم دوه پروژه په اروپا کښې د روسیې د قدرت او د نفوذد اعمالولو لپاره یو اوزار دی .
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل اروپا ته د روسیې د ګازو سپارل تضمین شوي دي .
هغه وویل دغه حالت د امریکا غصه کیدا ته ورګرځي ځکه چې اروپا د انرژۍ ډیر ستر بازار دی او امریکا غواړي هغه تر کنټرول لاندې ورولي .
هغې وویل په همدې دلیل امریکا د اوکراین په هکله حالات کړکیچن کوي چې وکولای شي د نورډ سټریم دوه په وم د ګازو د نل لیکې د پروژې د کار د پیلولو په مخه نیولو سره جرمني له دغه پروژې څخه پښیمانه کیدا ته مجبوره کړي .
زاخارووا له ایټالیا وغوښتل چې د بایکاټونو په هکله د اروپا د رایو په اچولو کښې منفي رایه ورکړي .
روسیه په تیرو کلونو کښې د اروپايي هیوادونو څه د پاسه دریمه برخه ګاز او څلورمه برخه تیل تامین کړي دي او د اروپا بازارونو ته د انرژۍ تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی .
ماسکو په ځلونو ویلي دي چې په اوکراین د پوځي برید نیت نلري او د هغو امنیتي تضمینونو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو پوځي ائتلاف د پراختیا خنډ شي .