اوکرایّن  بهرنیو عسکرو ته هیڅ ضرورت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112412-اوکرایّن_بهرنیو_عسکرو_ته_هیڅ_ضرورت_نه_لري
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په دې باب ووئيل ، مونږ پخپل ټاټوبي کې  بهرنیو پوځیانو ته ضرورت نه لرو ،ځکه په درستې نړۍ کې به بې ثباتي خوره شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 18, 2022 12:39 Asia/Kabul
  • اوکرایّن  بهرنیو عسکرو ته هیڅ ضرورت نه لري

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په دې باب ووئيل ، مونږ پخپل ټاټوبي کې  بهرنیو پوځیانو ته ضرورت نه لرو ،ځکه په درستې نړۍ کې به بې ثباتي خوره شي .

د اوکراین ولسمشر له کی یف سره د پوځي مرستې لپاره د چمتووالی په باب ووئيل ، اوکرایّن پخپلې خاورې کې  بهرنیو عسکرو ته هیڅ ضرورت نه لري .

لویدیځي چارواکو او رسندویو په وروستیو شپو ورځو کې روسیه  له اوکراین سره  پولې ته په کابو یو لک پوځيانو لیږدولو تورنه کړې او مدعي شوي،چې ممکنه ده،روسیه په نزدې راتلونکي کې پر اوکرایّن دحملې نیّت ولري ،حال دا چې  ماسکو دغه درست تورونه رد کړي او چټي ډنډورې ئې بللي دي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی و د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په دې باب ووئيل ، مونږ پخپل ټاټوبي کې  بهرنیو پوځیانو ته ضرورت نه لرو ،ځکه په درستې نړۍ کې به بې ثباتي خوره شي .

د اوکرایّن د ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي،چې د انګلستان  د یو ګوو  شرګت  د ورسوتیو نظر سنجیو نتیجې ښئ،چې د اوکرایّن د ساتلو لپاره د ځواک له لیږد سره تر ټولو زیات مخالفت په جرمني کې ثبت شوی دی،داسې ځاي چې په نظرغوښتنې کې ګډون کونکو ۵۲فی صدو کسانو له دې چارې سره مخالفت کړی دی ، په عین حال کې ۲۳ فی صده ګډون کونکو هم اوکرایّن ته د ځواک  دلیږد دفاع کړې ده .

له تیر دسمبر راهسې له لویدیځ سره د روسې  دتاؤتریخوالي د زیاتیدا نوي څپه په ختیځې اروپا په تیره بیا اوکرایّن کې د امریکا او ناټو د ځواک په پراخې دیره کیدا ګونګوسې سره  لازیاته شوې ده .ماسکو په کرتو وئيلی دي ، چې په اوکراین د پوځي حملې هیڅ اراده نه لري او دداسې امنیتی ضمانتونو په ترلاسه کولو پسې دي،چې د امریکا په مشرۍ دناټو ځواک د خیتځ په لور د غزیدا مخه ونیسي .