اوکراین د امنیتي کړکیچ د ډیریدا په لاره کښې :-
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل چې ماسکو د دونتسک او د لوهانسک خپلواکۍ په رسمیت پیژندلي ده او په کریملین ماڼۍ کښې یې د دغو جمهوریتونو له مشرانو سره د دوستۍ او د ملګرتیا تړونونه لاسلیک کړي دي .
د اوکراین د دونتسک او د لوهانسک جمهوریتونو مشرانو ډنیس پوشیلین او لئونیډ پاسچنیک د روسیې له ولسمشر پوتین څخه غوښتي وو چې دغه سیمې د خپلواکه جمهوریتونو په توګه په رسمیت وپيژندي .
تیره اونۍ د روسیې ولسي جرګې دوما ولسمشر پوتین ته په لیک استولو سره له هغه غوښتي وو چې له اوکراین څخه د دونباس د بیلتون غواړو خپلواکۍ په رسمیت وپیژني .
د دونتسک او د لوهانسک جمهوریتونو په رسمیت د پيژندلو لپاره د ولادیمیر پوتین فیصله د روسیې د امنیت شورا له غونډې او په دې زمینه کښې د هغې د ټولو غړیو له مثبتو رایو ورکولو وروسته غوره شوه .
په بل عبارت په دې هکله د روسیې د لورړتبه سیاسي ، پوځي او د امنیتي چارواکونو ترمینځ یوشان نظر شته .
د تیرو څو اونیو بدلونونه او د اوکراین په ختیځ کښې د تاوتریخوالو او د نښتو زیاتیدا چې د دونباس په نوم پیژندل کیږي د دغه سیمې په هکله د بنیادي بدلون د رامینځته کیدا احتمال زیات کړی و .
د ۲۰۱۴ میلادي کال له فرورۍ میاشتې راهسې چې په اوکراین کښې لویدیځ پاله حکومت د لویدیځو هیوادونو په مرستې سره واک ته ورسید ، د دونتسک او د لوهانسک سیمو روسیي توکمه ښاریزو اروپا او امریکا ته د کي یف د نږدې کیدا په وجه د ګواښ د احساسولو په دلیل له اوکراین څخه د جلا کیدا غوښتنه وکړه .
د روسیې او د دونتسک او د لوهانسک سیمو ترمینځ پراخو تاریخي ، کلتوري ، ژبني او اقتصادي پیوندونو ته په پام سره ماسکو د اوکراین د پوځ د یرغل په وړاندې د دغو سیمو ملاتړ وکړ .
د اوکراین په ختیځ کښې جنګ که څه هم د مینسک د موافقو په لاسلیک کیدا سره د اوربند په حالت کښې ورغلی و خو له دې مخکې هم تل د اوکراین د پوځيانو او د بیلتون غواړو ترمینځ جنګونه کیدل .
خو په تیرو څو اونیو کښې د روسیې په لویدیځو سرحدونو کښې چې له اوکراین سره په سرحد کښې دي او دغه راز په بیلاروس کښې د روسیې د زیاتو پوځيانو راغونډیدا ته په پام سره د امریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونو په اوکراین باندې د پراخ برید لپاره د ماسکو د ارادې ادعا وکړه .
داسې ادعا چې د روسیې لوړرتبه چارواکو هغه په ځلونو دروغ بللي ده .
همدا اوس د روسیې لخوا د دونتسک او د لوهانسک جمهوریتونو په رسمیت پيژندلو سره چې د کیوبا ، وینزویلا، سوریې او د یمن په شان د هیوادونو لخوا هم په رسمیت وپيژندل شول داسې ښکاري چې روسیه نیت لري یوځل د تل لپاره د اوکراین د ختیځ چې په تیرو اوو کلونو کښې یې برخلیک معلوم نه و دنده روښانه کړي .
ماسکو په ځلونو د کي یف له حکومته غوښتي دي چې د اوکراین ختیځ ته د خپلواکۍ د ورکولو په شمول د دغه سیمې په هکله د مینسک د موافقې مادې اجرايي کړي .
خو د اوکراین حکومت د دغه غوښتنې له اجرا کولو ډډه کړي ده او په مقابل کښې یې ویلي دي د دونتسک او د لوهانسک مشرانو د دونباس په خوا کښې لسګونو زره پوځیان دیره کړي دي او په دغه سیمې باندې یې بمبارې پیل کړي او نفوذي عملیات یې هم کړي دي .
په دې ډول چې په تیرو څو ورځو کښې په دغه سیمه کښې نښتې زیاتې شوي دي .
همدا اوس د اوکراین لویدیځ پاله حکومت چې د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ په هیلې سره له روسیې سره د ډغرې د وهلو ډګر ته ورننوتلی دی په دې لړ کښې زیات د ماسکو له ډیرو خبرداریو سره سره په ناټو کښې د غړیتوب د ترلاسه کولو مسله تعقیب کړي ده او مجبوره دی د دونتسک او د لوهانسک د خپلواکۍ په رسمیت د پيژندلو کښې د روسیې بي ساري اقدام ته غبرګون وښيي .
اوکراین دوې(۲) لارې مخ ته لري .
یا د روسیې پرضد د لویدیځ د خبرداري ورکونکو اقداماتو ګټه لرونکي هیلې ته چې له سویفټ څخه د روسیې د ایستلو په شمول یې د ماسکو پرضد د ملا ماتوونکو بندیزونو د لګولو او د روسیې د اساسي شیانو په صادراتو باندې د بندیز د لګولو ژمنه یې کړي ده هیله من پاتې شي چې په دې ډول ماسکو له خپلو وروستیو اقداماتو څخه شاتګ کولو ته مجبوره شي .
بله لاره دا ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کښې له روسیې سره د کریمه سیمې د یوځاې کیدا د سناریو د مخه د نیولو لپاره په دونباس سیمې پراخه پوځي حمله وکړي او بیلتون غواړو ته ماتي ورکړي او یوځل بیا دغه سیمه د اوکراین قلمرو ته ورستنه کړي .
د دونتسک او د لوهانسک سیمو د خلکو د امنیت د ساتلو لپاره په دغو سیمو کښې د روسیې د عسکرو د شتون لپاره له ماسکو څخه د نوموړیو دوو سیمو د مشرانو بلنې ته په پام سره دغه چاره به د روسیې او د اوکراین ترمینځ د پراخ جنګ د رامینځته کیدا په معنا وي .
داسې جنګ چې د دواړو لورو په تیره بیا د روسیې د جنګ کولو قدرت ته په پام سره به ډیر خونړی او ورانونکی وي .
په حقیقت کښې د اوکراین لویدیځ پاله مشرانو د لویدیځو هیوادونو په ژمنو ورکولو او په لمسونکو اقداماتو په تیره بیا د لویدیځ له کیمپ سره د یوځاې کیدا او له ڼاټو سره د یوځاې کیدا لپاره هڅه چې د روسیې د ملي امنیت او د ګټو سره کرښه ګڼل کیږي د اوکراین د اوسنیو خرابو حالاتو زمینه برابره کړي ده .
د نړیوالو اړیکو کارپيژاند جواد وعیدي وايي په اوکراین کښې د ناتمامه ماموریت د ترسره کولو لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین د یرغلیزې سټراټيژۍ د غوره کولو علت د نوي روسیې د بقا او د امنیت تضمینول دي او که چیرې روسیه په هر دلیل او په هره بڼه بیا هم بایلونکي شي ورپسې ګام به د روسیې د فیډراسیون د دړې وړې کیدا او د ویشل کیدا او په ماسکو کښې د لویدیځ پاله کسانو واک ته د رسیدا سبب شي .