امریکا د یمن په ارتباط په دولسو شرکتونو بندیزونه ولګول
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د خزانې وزارت پرون د یمن له انصار الله غورځنګ سره د ارتباط په پلمه نهه شرکتونه او درې حقیقي کسان بایکاټ کړل .
د امریکا خزانې وزارت تراوسه د یمن انصار الله غورځنګ ته په اړونده څو کسانو او ادارو باندې بندیزونه لګولي دي .
امریکا او متحدانو یې د سعودي عربستان له تیریګر ائتلاف سره په مقابلې کښې د یمن د ولسي کمیټیو او د پوځ له بریالیتوبونو وروسته د یمن په انصار الله غورځنګ باندې د دبانو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړي دي .
په بایکاټ شویو کسانو کښې یو کس د متحده عربي اماراتو او بل کس د یونان هیواد دی .
هغه شرکتونه چې امریکا ورباندې بندیز لګولی دی د یمن د ترکیې او د متحده عربي اماراتو دي .
د یمن د صعد ولایت والي محمد جابر عوض د سعودي عربستان د ائتلاف د جنایتونو په غندلو سره وویل امریکا د هغو جنایتونو او وژلو چې په یمن کښې ترسره کیږي په کامل ډول مسووله ده .