د لوهانسک پوځ د اوکراین دوه الوتکې نسکورې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112688-د_لوهانسک_پوځ_د_اوکراین_دوه_الوتکې_نسکورې_کړې
د اوکراین پوځ  له ۲۰۱۵کال راهسې  د الوهانسک ولایت زیاتره برخه پخپل کنټرول کې لري او ددغه ولایت نوره سیمې  د لوهانسک جمهوریت په کنټرول کې دي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 11:10 Asia/Kabul
  • د لوهانسک پوځ د اوکراین دوه الوتکې نسکورې کړې

د اوکراین پوځ  له ۲۰۱۵کال راهسې  د الوهانسک ولایت زیاتره برخه پخپل کنټرول کې لري او ددغه ولایت نوره سیمې  د لوهانسک جمهوریت په کنټرول کې دي . 

تاس خبری آژانس د لوهانسک جمهوریت  د پولیسو د ادارې له قوله راپور ورکړ،  د اوکراین  دوې سوخو -۲۴دوله  جنګي الوتکې ئې په لوهانسک کې د اسملي  او ستپووي په برخو کې  په توغندیو ویشتي او نسکورې ئې کړي دي .

  د روسیې رسنیو  د الوتکو د پيلوټانو  دبرخلیک او ددغې پيښې دلازیاتو جزیاتو په باب  څه نه دي وئیلي .

 همدرااز د لوهانسک پوځ  په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،ددغه ولایت  یو ښار اویوه بله برخه ئې هم نیولې ده .

په دونباس باندې د روسیې له پوځي عملیاتو سره په یووخت ،  دلوهانسک جمهوریت پوځ  هم نن سهار د لوهانسک ولایت دباقي پاتې سیمو دکنټرولولو لپاره، چې  له تیرو اوو کلونو راهسې  داوکراینی ځواک په کنټرول کې دي ، پوځي علمیات پیل کړي دي .

د اوکراین پوځ  له ۲۰۱۵کال راهسې  د الوهانسک ولایت زیاتره برخه پخپل کنټرول کې لري او ددغه ولایت نوره سیمې  د لوهانسک جمهوریت په کنټرول کې دي . 

داپه داسې حال کې دي چې د دونتسک جمهوریت ولسمشر هم ووئيل په نزدې راتلونکي کې به پوځي عملیات پاي   ته ورسیږي .

د دونتسک ډيموکرراتيک جمهوریت  مشر دنیس پوشیلین  له رشیا ۲۴ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  ووئيل ،  ویلی شم چې  په دونباس کې به پوځي عملیات ډير زر پای ته ورسیږي  او د ډونتسک ډیموکراټيک جمهوریت  او دمونږ ښارونه به ډير زر آزاد شي .