د لوهانسک پوځ د اوکراین دوه الوتکې نسکورې کړې
د اوکراین پوځ له ۲۰۱۵کال راهسې د الوهانسک ولایت زیاتره برخه پخپل کنټرول کې لري او ددغه ولایت نوره سیمې د لوهانسک جمهوریت په کنټرول کې دي .
تاس خبری آژانس د لوهانسک جمهوریت د پولیسو د ادارې له قوله راپور ورکړ، د اوکراین دوې سوخو -۲۴دوله جنګي الوتکې ئې په لوهانسک کې د اسملي او ستپووي په برخو کې په توغندیو ویشتي او نسکورې ئې کړي دي .
د روسیې رسنیو د الوتکو د پيلوټانو دبرخلیک او ددغې پيښې دلازیاتو جزیاتو په باب څه نه دي وئیلي .
همدرااز د لوهانسک پوځ په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،ددغه ولایت یو ښار اویوه بله برخه ئې هم نیولې ده .
په دونباس باندې د روسیې له پوځي عملیاتو سره په یووخت ، دلوهانسک جمهوریت پوځ هم نن سهار د لوهانسک ولایت دباقي پاتې سیمو دکنټرولولو لپاره، چې له تیرو اوو کلونو راهسې داوکراینی ځواک په کنټرول کې دي ، پوځي علمیات پیل کړي دي .
د اوکراین پوځ له ۲۰۱۵کال راهسې د الوهانسک ولایت زیاتره برخه پخپل کنټرول کې لري او ددغه ولایت نوره سیمې د لوهانسک جمهوریت په کنټرول کې دي .
داپه داسې حال کې دي چې د دونتسک جمهوریت ولسمشر هم ووئيل په نزدې راتلونکي کې به پوځي عملیات پاي ته ورسیږي .
د دونتسک ډيموکرراتيک جمهوریت مشر دنیس پوشیلین له رشیا ۲۴ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئيل ، ویلی شم چې په دونباس کې به پوځي عملیات ډير زر پای ته ورسیږي او د ډونتسک ډیموکراټيک جمهوریت او دمونږ ښارونه به ډير زر آزاد شي .