طالبان په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د پرانستونیّت لري  
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112748-طالبان_په_افغانستان_کې_د_نجونو_د_ښوونځيو_د_پرانستونیّت_لري
د سلواغې په ۱۳مه نېټه د تودو سیمو پوهنتونونه په داسې حال کې پرانیستل شول چې د هلکانو او نجونو ټولګي جلا شوي وو او نجونې د ځانګړي حجاب  او ستر رعایتولو ته پابنده شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 26, 2022 08:27 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د پرانستونیّت لري  

د سلواغې په ۱۳مه نېټه د تودو سیمو پوهنتونونه په داسې حال کې پرانیستل شول چې د هلکانو او نجونو ټولګي جلا شوي وو او نجونې د ځانګړي حجاب  او ستر رعایتولو ته پابنده شوي دي .

د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د بسپنې یا  یونېسف مشرې میرمن کاترین روسل له ایسو شی ایټيتډ پریس  سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې طالبان به  د نوي لمریز کال په لومړنۍ وري  میاشت کې د نجونو د ښوونځیو پیلولو ته غاړه کیږدي  اوپه دې اړه به خپله ژمنه عملی کړي .

میرمن کاترین روسل  افغانستان ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې  په دې ځانګړې مرکه کې وویل، د طالبانو د حکومت مشرانو داسې نښې نښانې ښودلې چې غواړي په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

طالبانو د زمري په ۲۴  پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم تر  لوړو ټولګیو زده کوونکې نجونې پرې نه ښودې څو ښوونځيو ته  لاړې شي.مېرمن روسل چې  په همدا  وروستیو کې په دغې دندې ګومارل شوې وايي، هېڅوک باید د زده کړې له حقه محروم نه شي.

  پر طالبانو له دې کبله سختې نیوکې کیږي ،   چې ښځې او نجونې ئې د زده کړو او کار له حقه محرومې کړي دي.د طالبانو موقته حکومت په وار-وار ویلي دي چې ټولو وګړو ته به د شریعت په اساس حقونه ورکړل شي.

داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زده کړو د وزارت له مهالوېش سره سم ټاکل شوې چې نن (یعني د کب په اومه) د افغانستان د ټولو سړو سیمو پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شي.

د سلواغې په ۱۳مه نېټه د تودو سیمو پوهنتونونه په داسې حال کې پرانیستل شول چې د هلکانو او نجونو ټولګي جلا شوي وو او نجونې د ځانګړي حجاب  او ستر رعایتولو ته پابنده شوي دي .

Image Caption