روسیه او اوکراین باید سولې ته بل فرصت ورکړي
ګوتریش ووئیل په تیرو وختونو کې د ملګروملتو منشور له چیلنجونو سره مخ شوی، خو د سولې، امنیت،پراختیا،عدالت ،د بشری حقوقو او نړیوالو قواعدوا و حقوقو ترڅنګ ولاړدی .
د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په اوکراین باندې دحملې د محکومیّت د پریکړه لیک په ویټو کولو کې د روسیې په اقدام پسې،خپلو کیمپونو ته د روسیي عسکرو د بیرته ستنیدا غوښته کړې او د سولې لپاره ئې د یوه بل فرصت په ضروت ټينګار کړی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ،د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش بیګا د امنیت شورا له غونډې وروسته ووئيل،ملګری ملتونه د جنګ د ختمولو لپاره له جنګه رامینځةشوی دی ، خو هیڅکله به تسلیم نه شو ، څو سوله ترلاسه کړو او دهیوادونو مشران باید د سولې اوخبرواترو لارې ته وګرځي .
د ملګروملتو سرمنشي ټینګار وکړ ،په اوکراین کې ښکیل لوري باید د انسان دوستۍ نړیوالو قوانینوته د احترام په سترګه وګوري او مونږ باید په اوکراین کې د انسان دوستۍ دمرستو د کاروانونو په آزاده توګه دتګ راتګ څخه ډ اډمن شوو .
ګوتریش ووئیل په تیرو وختونو کې د ملګروملتو منشور له چیلنجونو سره مخ شوی، خو د سولې، امنیت،پراختیا،عدالت ،د بشری حقوقو او نړیوالو قواعدوا و حقوقو ترڅنګ ولاړدی .
دملګروملتو امنیت شورا بیګاپه اوکراین کې د پوځي اقدام په محکومیّت کې یو پریکړه لیک وړاندې کړ ، چې روسیه په زغرده ویټو کړ . په دغې ناستې کې د روسیې په ضد په دغه پریکړه لیک کې د امنیت شورا له پنځلسو دایمی او غیر دایمي غړو څخه یولسو غړو دغه پریکړه لیک ته مثبتې رائې ورکړې او درو هیوادونو ويعني چین ، هندوستان او متحده عربی اماراتو سپينې او روسیې هم مخالفه رایه ورکړه او ورسره ئې دغه پریکړه لیک ویټو هم کړ .