ورځپاڼو ته کتنه ۹-۱۲-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
نن د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې وليکل: د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيتالله العظمی سيد علي خامنهاي د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت د جشن په مناسبت په ژوندۍ او نېغ په نېغه ډوله د ايران ملت او د نړۍ مسلمان امت ته ټيلي ويژني وېنا کوي.
د معظم رهبر وېنا به سبا د نهې په ورځ د ايران په وخت سحر لسم نيمې بجې KHAMENEI.IR سائيټ او د ايران د اسلامي جمهوريت د صدا و سيما ادارې له کورنيو او نړيوالو چېنلونو څخه نېغ په نېغه، په ژوندۍ بڼه او ورسره په يو وخت ترجمې سره خپريږي.
ورځپاڼې همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي دا وېنا راخېستې چې وائي: ایران په یوکرائن کښې د صلحې لپاره سفارتي کردار ادا کولو ته چمتو دے.
سید ابراهیم رئیسي پرون د ابینې په غونډه کښې وويل: ایران د هر ډول هغه سفارتي کوشش چې په یوکرائن کښې د شخړو د صلحه ایز هواري سبب شي، ملاتړ کوي او د صلحې له راستنیدو سره د هر ډول مرستې لپاره رول لوبونې ته چمتو دے. هغۀ زیاته کړه اسلامي ایران د خپل بهرني سیاست د بنیادي اصولو له مخې د سلطه ګرۍ او سلطه منلو مخالف دے او د ټولو ولسونو د برخلیک د ټاکلو له حق څخه ملاتړ کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه چې ایران د نېټو د پراختیا غوښتنې د څو لسیزو په نسبت د امنیتي اندیښنو په درک کولو سره، د ټولو هیوادونو د زمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ په ساتلو تاکيد لري.
ولسمشر رئیسي واضحه کړه: د عامه او غېر فوخي خلقو د سر او مال ساتنه او د نړیوالو او انساندوستانه حقوقو خیال ساتل پکار دے د ټولو لورو له خوا د پاملرنې وړ وګرځي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د ايران هلال احمر يا سرې مياشتې تنظيم د يوکرائن له جنګ ځپلو کسانو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ.
د ايران د هلال احمر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې د دغه تنظيم مشر پير حسېن کوليوند د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير امير عبداللهيان ته په يو خط کښې د هلال احمر بشردوستانه اهدافو او مقاصدو ته په پام سره د نړيوال سرۀ صليب په غږملتيا سره په يوکرائن کښې جنګ ځپلو عامه خلقوته د مرستو د رسولو لپاره د دغه تنظيم چمتووالے اوښودۀ.
----------
د تهران جام جم آنلائن ورځپاڼې په خپل سائيټ کښې وليکل: اروپايي اتحادیې د روسیې الوتکو مخې ته خپل هوائي حريم وتړۀ.
د اروپايي کمېشن مشرې مېرمن ارسُلا ون ډِر لییِن Ursula von der Leyen د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مشر جوزف بورل سره په ګډه اخباري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې ټولې روسي الوتکې به د اروپايي اتحادیې هوايي حریم ته له ننوتو منع کړې شي، وویل: د (رشا ټوډے) او (سپوټنیک) خبري آژانس په شمول روسي رسنې هم د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په پيکیج کښې شاملې کړې شوې دي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل هم وویل چې دغه اتحادیه غواړي د یوکرائن لپاره د وسلو او سونګو د مالي مرستو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالري بودجې وړاندیز وکړي.
هغۀ هم داشان وویل چې د اروپايي اتحادیې خارجه وزیران به له سوئیفټ څخه د روسي بېنکونو د حذفولو او د دغه هېواد د مرکزي بېنک په خلاف د اقداماتو په شمول د روسیې بائیکاټونه تائید کړي.
-----------
د تهران يوې بلې اطلاعات نومې ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د مرستيال غږملؤنکي له قوله وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ ماموريت د زمکنۍ، بشپړتيا، خپلواکۍ او اسلامي نظام ساتنه ده. اميرالبحر حبيب ا... سياسي نن په تهران کښې «پوهان او د ولايت علمي ذوالفقار» نومې نندارتون د پرانېستۍ په مراسمو کښې وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ ماموريت د زمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ او اسلامي نظام ساتنه ده او د دغه مهم ماموريت د ترسره کولو لباره بې له شکه فوځ پکار دے ځان له هر نظره چمتو او له تېرو تجربوڅخه په ښۀ استفاده وکړي. اېډمېرل سياري د دې په بيانولو سره چې راتلونکي ګواښونه له تېرو وختونو سره فرق کوي وويل: د وروستيو کلونو په مختلفو پېښو کښې چې په ټوله نړنۍ کښې رامنځته شوې دي په ورځنۍ ټېکنالوجۍ تکيه لرونکي جنګونه دي او جنګونو له تېرو وختونو سره فرق پېدا کړے دے.
---------
اوس به هم د پاکستان چاپ له ورځپاڼو څخه د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې ته يوه کتنه وکړوو.دغې ورځپاڼې په خپلې غټۍ سُرخۍ کښې ليکلي دي: د دغه هېواد پيپلز پارټۍ د عمران د حکومت په خلاف لاريون شروع کړ. ورځپاڼه وائي د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري چې د دغه لاريو مشري کوي وويل: اسلام آباد کښې به په حکومت حمله وکړي. هغه زياته کړه له حکومت سره به د هر ظلم حساب کوو، مونږ يوه ورځ هم حکومت نه شوو زغملې.
ورځپاڼې له بلې خوا د پاکستان د کورنيو چارو د وزير له قوله وليکل: له عمران خان څخه استعفی اخېستل د بلاول د وس کار نه دے، هغه د خپل پلار آصف زرداري د عوامول د لوټل شوي مال د بچ کولو لپاره راوتلے دے. هغۀ زياته کړه پيپلز پارټۍ په سېند صوبه کښې ادارې دړې وړې ا تباه کړې دي او له دغه ګوند څخه به په دغه صوبه کښې د خپل پينځلس کلن حکومت په اړه حساب کتاب کوو. هغۀ وويل ترڅو چې له زرداري مافيا څخه نجات نه وي حاصل شوے سېند صوبه ترقي نه شي کولې.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، درې ورځې پس په چمن کښې د پاکستان او افغانستان پوله چې د دوستۍ دروازه نوميږي خلاصه شوه.
دغه پوله چې د پاکستان او افغانستان په پوله کښې د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو په وجه بنده کړې شوې ده د پاکستاني علماؤ د جرګې
له هلوځلو وروسته د تجارتي چارو او د خلقو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان په اسلام آباد کښې د يو شيعه تنظيم لخوا په دغه هېواد کښې له شيعه مسلمانانو سره د بې انصافيو په خلاف احتجاجي او ماتمي مظاهره اوشوه.
په دغه احتجاجي غونډه کښې په پاکستان کښې په ځينو سيمو کښې د اهلبېت اطهار (عليهم السلام) د غم او وير په ماتمي مجلسونو باندې د بنديزونو، متعصبانه يو شان نصاب راوړلو، فيملي لاز بېل، د ترهه ګرو ډلو د فعاليتونو او د مقدسو هستيو او ځايونو د بې حرمتۍ په خلاف پرېکړليک صادر شو.
--------
اوس هم د کابل چاپ له ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼه راخلوو. چې په سر کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل که په افغانستان کښې ټول شموله حکومت رامنځته شي نو په رسميت به يې وپېژني.
ورځپاڼې وليکل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالهیان په خپله یوه تازه مرکه کې چې ورځپاڼې د دغې مرکې وخت او ځاے ته اشاره نه ده کړې ویلي، چې په وروستیو کښې یو طالب پلاوي تهران ته سفر درلود او پر دوه اړخیزو تعلقاتو یې خبرې کړې دي. د ده په وینا په دې لیدنه کې ایراني لوري دا واضح کړې ده چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل اړین دي او په هغه کې باید دټولو افغانانو ټول قامونه، ګوندونه او ډلې ټپلې شاملې وي نو بيا به يې په رسميت وپېژنوو.
مسير ورځپاڼه په يو بل خبر کښې لیکي: سیمهییز چارواکي وائي د ورځې تر ۳ زره ډېر افغانان ایران ته اوړي.
د هرات او نیمروز ولایتونو سیمهییزو چارواکو ویلي چې د ورځې شاوخوا درې زره افغانان د اوزګارۍ له امله ایران ته ځي. د چارواکو په وینا، دا شمېر کسان په قانوني ډول د هرات او نیمروز له لارې ایران ته اوړي خو یو شمېر نور بیا له قاچاقي لارو څخه هم دغه هېواد ته ځي. هغه کسان چې په قانوني ډول ایران ته اوړي، له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې کسان دي او هغه کسان چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راځي، شمېر یې شاوخوا زر کسانو ته رسېږي. په همدې حال کې د نیمروز سرحدي کمیسار محمد ایران ته تلونکو کسانو رسنیو ته ویلي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله یاد هېواد ته ځي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.
او ورځپاڼې بيا د امريکائي رسنيو په نقل سره په يو بل خبر کښې ليکلي: د افغانستان او اوکراین وضعیت په بایډن فشارونه ډېر کړي دي.
افغانستان کې د بایډن ناکامي د هغه محبوبیت کم کړی دی. امریکایي رسنۍ وایي له هغه وروسته چې بایډن په افغانستان کې امریکا له شرم او ماتې سره مخ کړه، په امریکا کې د نوموړي محبوبیت کم شوی دی او په سیاسي مجلسونو کې د نوموړي پر واکمنۍ سختې نیوکې روانې دي. امریکايي سیاستوال په دې باور دي چې بایډن د امریکا یو ناکام ولسمشر دی، چې لومړی یې امریکا په افغانستان کې له ماتې او شرم سره مخ کړه او اوس د هغه د بې کفایتۍ له امله روسیې پر اوکراین برید وکړ. امریکايي رسنۍ وایي څومره چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي دومره په امریکا کې پر بایډن فشارونه او نیوکې ډېرېږي. له دې سره جوخت د اوکراین کړکېچ هم بایډن له سختو فشارونو سره مخ کړی دی.
------
ت