امریکا کولای شوی د اوکراین له جنګ څخه پیسې ترلاسه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112946-امریکا_کولای_شوی_د_اوکراین_له_جنګ_څخه_پیسې_ترلاسه_کړي
زمونږ خبریال وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل که چیرې زه ولسمشر وم واشنګټن کولای شو په اوکراین کښې د جنګ له اوسنیو شرایطو پیسې وګټي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2022 01:11 Asia/Kabul
  • امریکا کولای شوی د اوکراین له جنګ څخه پیسې ترلاسه کړي

زمونږ خبریال وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل که چیرې زه ولسمشر وم واشنګټن کولای شو په اوکراین کښې د جنګ له اوسنیو شرایطو پیسې وګټي .

هغه له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل په اوکراین باندې د روسیې برید ته په پام سره هیڅ هیواد باید له روسیې تیل وانخلي .

د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ وویل که چیرې زه ولسمشر وایئ ټولو هیوادونو ته مو تیل صادرول او کولای مو شو ټولې پیسې لاس ته راوړو .

هغه یوځل بیا دغه ادعا تکرار کړه که چیرې زه ولسمشر وایئ هیڅکله به په اوکراین باندې حمله نه کیدله .