په ملایشیا کښې صهیونیسټي ضد غونډه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113004-په_ملایشیا_کښې_صهیونیسټي_ضد_غونډه_وشوه
په ملایشیا کښې په صهیونیسټي ضد غونډه کښې ګډونوالو د قدس شریف د آزادۍ په قانوني غوښتنې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2022 02:38 Asia/Kabul
  • په ملایشیا کښې صهیونیسټي ضد غونډه وشوه

په ملایشیا کښې په صهیونیسټي ضد غونډه کښې ګډونوالو د قدس شریف د آزادۍ په قانوني غوښتنې ټینګار وکړ

د غیرحکومتي اسلامي سازمانونو څه باندې پنځه سوه غړو د کوالالمپور د جنوب په پوتراجایا ښار کښې په یادې صهیونیسټي ضده غونډې کښې ګډون وکړ.

د دغې غونډې د اجرايي مدیر په توګه د ملایشیا د اسلامي سازمانونو د مشورتي شورا مشر او نورو وینا والو د قدس د نیواکګر رژیم له تیري او جنایتونو د امریکې بې قید او شرطه ملاتړونه وغندل او د مسجدالاقصی د آزادۍ غوښتنه یې وکړه.

د ملایشیا د مسلمانو علماؤ د نړیوالې اتحادیې سرمنشي هم په دغې غونډې کښې څرګنده کړه: د اسرائیلو د جعلي رژيم په لاس د مسجدالاقصی د نیواک پنځه لسیزې وشوې او مسلمان ولسونه په تیره بیا په ملایشیا، انډونیشیا او ایران کښې خلک لاهم د یوې جدي او قانوني غوښتنې په توګه د قدس شریق د آزادۍ چغې وهي.

د دغې غونډې ترڅنګ د مسجد الاقصی او نیواکي ټاټوبو د انځورونو نندارتون هم ترسره شو.