اوکراین خارجي ګوډاګیانو ته د خپل هیواد تابعیت ورکوي
Mar 09, 2022 11:51 Asia/Kabul
فاکس نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د اوکراین د حکومت چارواکو وویل هغو کسانو ته چې په خپله خوشه د روسیې پرضد د کي یف لپاره وجنګیږي د اوکراین تابعیت ورکوي .
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایون ینین وویل هغه خارجیان چې په دې وخت کښې اوکراین ته راشي او په خپله خوښه د اوکراین په خدمت کښې ووسي د اوکراین د سرحدي ګارډ لخوا به د سربازۍ د خدمت کارتونه ترلاسه کړي .
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په تیرې جنورۍ میاشت کښې د روسیې پرضد د جنګ لپاره د یوه نړیوال ځواک په چوکاټ کښې د نورو هیوادونو د داوطلبه او رضاکاره کسانو د یوځاې کیدا غوښتنه کړي وه .
ټیګونه