دنیا په افغانستان کښې د امریکې حماقتونه په ډاګه ولیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113254-دنیا_په_افغانستان_کښې_د_امریکې_حماقتونه_په_ډاګه_ولیدل
د امریکې تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټرمپ یو ځل بیا مدعي شوی چې په افغانستان کښې د امریکې له شرمه ډکې ماتې د دې هیواد دښمنان زړه ور کړي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2022 09:21 Asia/Kabul
  • دنیا په افغانستان کښې د امریکې حماقتونه په ډاګه ولیدل

د امریکې تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټرمپ یو ځل بیا مدعي شوی چې په افغانستان کښې د امریکې له شرمه ډکې ماتې د دې هیواد دښمنان زړه ور کړي دي

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي دي: ټولې نړۍ مونږ ته کتل چې په افغانستان کې مو څه حماقتونه وکړل.

د ده په خبره کومې تېروتنې چې امریکا په افغانستان کې وکړې ټولې نړۍ ولیدلې او دا خو واضحه خبره ده چې زموږ کمزوري او تېښته یې ولیدله.

ټرمپ له افغانستانه د امریکې تیښته، په خپل ګمان د ایران، چین، شمالي کوریا او روسیې د زړور کیدو وجه بللې او وایي: نن چې په یوکراین کې کوم وضعیت رامنځ ته شوی زمینه یې میاشتې مخکښې بایډن په افغانستان کې برابره کړه او روسیې ته یې روحیه ورکړه.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت او روسیې هیڅکله د امریکې د دړکو او ظالمانه بندیزونو پروا نه ده کړې او خپل سیاستونه په تیره بیا د صهیونیسټي رژیم مخالفت یې تل جاري ساتلی دی.