ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۲-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر حسن روحانی سره د ایران د رېډیو او ټیلی ویژن د ادارې د نوی مشر ډاکټر عبدالعلی علی عسکری د کتنې او خبرو اترو په اړه خبر ورکړے دے.
د تهرانه چاپ اطلاعات ورځپاڼې په دې اړه ولیکل،ډاکټر حسن روحانی په دغه کتنه کښې وویل،ملی رسنه پکار دی ملی تشخص او په ځان باوری تقویت کړی.
روحانی د کابینې په غونډه کښې د ډاکټر علی عسکری په اول ځل ګډون باندې هغۀ ته مبارکی وویله اوهیله یې څرګنده کړه چې د هغۀ ذمه وارانه روحیه به د پروګرامونو له پرمختګ سره مرسته وکړی.
-----------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په حوالې سره ولیکل، بشری حقوقوته پاملرنه نه یوازې شرعی وظیفه ده بلکه د داخلی قدرت له اجزاو څخه ده.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کښې ولیکل، د فلسطین نوےنسل له صهیونېسټ رژیم سره خبرو اترو ته څه امید نۀ لری.
----------
ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی ایران د قضائی قوې مشر آیت الله صادق آملی لاریجانی وویل، د بهائیت مشران له پردیو او استمعاری قوتونو سره تعلق لری او له هغو هېوادونو څخه امنیتی احکام اخلی. هغۀ زیاته کړه بهائیت دین نه دے بلکه د پردیو او استعمارګرو لخوا جوړه شوې جعلی ډله ده.
---------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د ایران د زمکنیو ځواکونو توغنده ای مشقونه د غبرګولی د میاشتې په دویمه او دریمه نېټه په اصفهان کښې جوړیږی.
---------
ورځپاڼې ولیکل د پېسو نړیوال صندوق نړیوال بېنکی سېسټم ته د ایران له راستنېدو څخه ملاتړ وکړ.
--------
اطلاعات ورځپاڼې په یو خبر کښې ولیکل، په کابل کښې په لکونو مظاهره چیانو په خپلو مظاهرو سره دغه ښار جام کړو.
-------
د ورځپاڼې له قوله د عراق ځواکونو د الرطبه ښار د ازادولو لپاره عملیات شروع کړل.
---------
دورځپاڼې د یو خبر له مخې د سوریې د فوځ په یو لړ عملیاتو کښې دوه سوه داعشیان هلاک شول.
---------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د افغانستان ملی وحدت د حکومت داجرائی مشر عبدا... عبدا... په حوالې سره ولیکل ، طالب ډله په افغانستان کښې د حکومت د حاصلولو توان او وس نه لری.
-----------
ورځپاڼې ولیکل ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ظریف د سوریې د ملاتړو د ډلې په غونډه کښې چې سبا په ویانا کښې کیږی ګډون کوی.
--------
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د مرجع تقلید آیت ا... ناصر مکارم شیرازی له قوله ولیکل، له بهائیت سره تعلق جرم او د قانونی تعقیب وړ چاره ده.
--------
د ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د هوا فضاځواک قوماندان جنرل امیرعلی حاجیزاده وویل، د توغنده ای مشقونه به بند نه کړې شی.
--------
ورځپاڼې د اسلامی مذهبونو د نزدېکت د ټولنې د عمومی سېکتر آیت ا... اراکی په حوالې سره وویل، څوک چې په اسلامی نړۍکښې له مقاومته ملاتړ نه کوی هغه د نفاق په محاذ کښې شتون لری.
-----
قدس آنلائن ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، نن دایران درېډیو او ټیلی ویژن په اداره کښې د دغې ادارې د پخوانی مشر د خداے په امانۍ او د نوی مشر د معرفۍ مراسم ترسره شول.
-----
ورځپاڼې ولیکل، د کروشیا ولشمشره "کولیندا گرابار کیتار ووېچ" د یو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ تهران ته راځی چې په مختلفو زمینو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړی.
--------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د امرېکن تېنکر مرکز د سائیټ په حوالې سره ولیکل، دغه مرکز په خپل یو رپوټ کښې ولیکل، د ایران اېټمی پروګرام دوسیه مو وتړله اوس د ایران د توغنده ای پروګرام وار دے.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د عربی او افریقائی چارو مرستیال حسېن امیر عبداللهیان او په بېروت کښې د ایران سفیر محمد فتحعلی په دغه ښار کښې د شهید مصطفی بدر الدین له کورنۍ سره کتنه او خبرې اترې وکړې. حسېن امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې وویل، تکفیری ترهه ګر او صهیونېسټ رژیم د یوې سیکې دوه مخه دی.
-------
د پاکستان جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف په حوالې سره ولیکل، د مخالفینو په نصیب کښې پرلت غزونې دی او مونږ به خپل کار ته دوام ورکړوو.
----------
ورځپاڼې د پاکستان جمعیت العلمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په حوالې سره ولیکل، د وزیراعظم نواز شریف په خلاف دسیسه به کامیابه نه شی.
-------
ورځپانې همدارنګ ولیکل د دغه هېواد د پنجاب صوبې په پارلېمان کښې د حکومت مخالفې ډلې د نواز شریف د استعفی لپاره قرارداد وړاندې کړ.
-----
ورځپاڼې د پاکستان د تحریک انصاف د ویاند نعیم الحق له قوله ولیکل، وزیراعظم د نجات موندنې لپاره د ډکی نیولو په لټه کښې دے.
¬¬¬¬¬¬¬¬-------
د جنګ ورځپاڼې له قوله په پېښور کښې د پولیسو په عملیاتو کښې پینځویشت مشکوک کسان ونیوې شول.
-------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د پاکستان په قومی اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف په حوالې سره ولیکل، وزیراعظم نواز شریف په اسمبلۍ کښې اوو پوښتنو ته ځوابونه ورنکړې شول.
--------
ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د فوځ مشر جنرل راحیل شریف چین ته په خپل دوه ورځنی سفر کښې د دغه هېواد له سیاسی او فوځی چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
---------
ورځپاڼې د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف له قوله ولیکل په عراق او سوریې کښې د نړیوالو قوتونو په مداخلت سره په دغو هېوادونو کښې حالات خراب شول. هغۀ وویل د داعش او طالب ډلې ترهه ګری دوه جدا موضوع ګانې دی.
---------
مشرق ورځپاڼې د پنجاب صوبې د پخوانی ګورنر سلمان تاثیر د زوے شهباز تاثیر چې په دې وروستیو کښې د یرغملوونکو ترهه ګرو له قېده نجات موندلے دے ولیکل یرغملوونکو به رانه په بلېډ او پلاس سره غوښې شوکولې، نوکونه به یې وېستل، په کوړو به یې وهلم او په ستنه تار سره به یې راته خوله ګنډله. هغۀ وویل چې کله د ترهه ګرو ډلې د بیعت په سر جګړه کښې ازبک کمانډران ووژل نو هغۀ ته د تښتېدو موقع په لاس ورغله او د ترهه ګرو له قېده وتښتېدۀ.
=======
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په کابل ښار کې په پرونۍ مظاهرې لیکنې او تبصرې کړې دی. ویسا ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو لیکلی د پرونۍ مظاهرې په بهیر کې د کابل ښار مرکزی او ډیپلوماټیکه برخه بشپړه فلج وه.وړاندې په مطلب کې راغلی د مظاهرې له امله ځمکنی او هوایی ټرانسپورټ له سقوط سره مخ و، بازارونه، ښوونځی او پوهنتونونه تړل شوی وو.
------
انیس دولتی ورځپانې لیکلی د ډیموکراټیکو او ولسواکه نظامونو یوه ځانګړنه دا ده چې خلک خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کوی.
د لیکوال په باورکله چې سترې مظاهرې کیږی نو د امنیت ساتنې لپاره یې زیاتو ځواکونو ته اړتیا لیدل کیږی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی په داسې حال کې چې افغان امنیتی ځواکونو دا مهال په بېلابېلو جبهو کې له وسله والو سره په جګړه بوخت دی، نو ستونزمنه به وی چې افغان امنتیی ځواکونهد دومره لویې مظاهرې امنیت خوندی کړی.
سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکلی حکومت باید اجازه ورنه کړی چې څوک د خپلو شخصی ګټو او سیاسی سوداګرۍ لپاره د دغه ډول لوېو پروژو پر وړاندې خنډونه راپیدا کړی.
----
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د حکمتیار له اسلامی حزب سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو په باب لیکنه خپره کړې ده.
د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د حکمتیار حزب اسلامی په افغانستان کې د دولت دوهمه ستره وسله واله مخالفه ډله ګڼل کېږی خو د ده ډېر پلویان له طالبانو سره یوځای شوی دی خو له دې سره سره له حکمتیار سره پخلاینه به د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی لپاره یو بری وی.
------