د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې احتمال شته
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د اوکراین د ولسمشر د دفتر د رئیس سلاکار اولکسي ارستوویچ تر مي میاشت پورې له روسیې سره د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا خبر ورکړ .
هغه وویل له روسیې سره د سولې موافقې ته رسیدل په نږدې راتلونکي یعني په دوو اونیو او په ترټولو بد حالت کښې په مي میاشت کښې امکان لري .
د اوکراین دغه چارواکي په عین حال کښې په راتلونکي یوه کال کښې په خپل هیواد کښې د ځايي شخړو د دوام د احتمال خبر ورکړ .
د روسیې او د اوکراین ترمینځ د خبرواترو څلورم پړاو د ویډیو کانفرنس له لارې پرون وشو .
د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د دفتر یوه سلاکار نن ورځ د خبرو اترو د دوام خبر ورکړی دی .
د اوکراین ولسمشر زلنسکي په هیواد کښې د پوځي حکومت د قانون د یوې میاشتې د تمدیدولو لپاره پارلمان ته یو پلان وړاندې کړی دی .
په اوکراین کښې جنګ شلمې ورځې ته ورننوتلی دی او اوس هم جګړه روانه ده .
امریکا، انګلستان ، فرانسه او نورو اروپايي هیوادونه د اوکراین د جګړې اصلي مسوولان دي .