روسیه له خپلو دوستانو سره خیانت نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113676-روسیه_له_خپلو_دوستانو_سره_خیانت_نه_کوي
 د روسیې چارواکو په همداوروستیو شپو ورځو کې وئيلی دي ،چې له امریکا ئې مکتوب ضمانتونه ترلاسه کړي دي په دې باب چې د اوکراین د بدلونوو په پلمه د روسیې په ضد لګول شوي بندیزونه به ، د روسیې  او ایران ترمینځ په  سوله ایزو ایټمي ملګرتیاؤ  کې  خار پار رامینځةکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2022 11:39 Asia/Kabul
  • روسیه  له خپلو دوستانو سره خیانت نه کوي

 د روسیې چارواکو په همداوروستیو شپو ورځو کې وئيلی دي ،چې له امریکا ئې مکتوب ضمانتونه ترلاسه کړي دي په دې باب چې د اوکراین د بدلونوو په پلمه د روسیې په ضد لګول شوي بندیزونه به ، د روسیې  او ایران ترمینځ په  سوله ایزو ایټمي ملګرتیاؤ  کې  خار پار رامینځةکړي .

  د روسیې  خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس د بندیزونو د ختمولو  لپاره د خبرواترو په باب په یولړ څرګندونو کې  ووئيل ، روسیه  له خپلو دوستانو سره خیانت نه کوي .

تسنیم خبری اژانس راپورورکړ ، سرګئ لاؤروف  بیګا  په دې اړه ووئيل ماسکو د جامعې نړیوالې ایټمي موفاقې د  احیاء په خبرواترو کې پخپلو ګټو پسې نه ده ، مونږ هیڅکله په سیاست کې له خپلو دوستانو سره خیانت  نه کوو ،ونزویلا د مونږ دوست دی او ایران  هغه هیواد دی چې له مونږ سره ډیر نزدې دی .

 د روسیې خارجه وزیر زیاته کړې ده،یوه بله موضوع دا چې  مونږ د امریکایانو په اپوټه ،  پخپلو خودخواهو ګټو پسې نه یو،یو داسې کار چې امریکایان ئې کوي ،لیدلی شي .دوي غواړي ،یوازې روسیې ته ګوزار ورکړي  او  مونږ ته  درس راکړي ، دوي وائي پریږدئ جامعه نړیواله ایټمی موافقه  هرڅومره زر احیاء کړو ،بلکې  وتوانیږو ،روسیه  ورټوو. 