د روسیې عسکرو د اوکراین ازیوم ښار نیولی
زمونږ خبریال وايي د روسیې دفاع وزارت وویل چې د اوکراین په خارکیف سیمه کښې یې د ازیوم ښار بشپړه کنټرول په لاس کښې اخیستی دی .
د روسیې دفاع وزات دغه راز تیره شپه دمهماتو د انبارونو او د قومندنۍ د مرکزونو په شمول په شپیتو پوځي ځایونو باندې د حملو خبر ورکړ او ویې ویل چې د نښې په مینځ ویشتونکو لرواټنه توغندیو سره یې د کي یف په جنوب کښې د ایس درې سوه توغندیو په نهو مرکزونو بریدونه کړي دي .
روسیې دغه د جنګ له پیل څخه د اوکراین د دوه سوه اوه پنځوس بې پایلوټه الوتکو او دغه راز د توغندیو د ویشتونکو ددوه سوه دوه پلیټ فارمونو د تباه کیدا خبر ورکړ .
د روسیې دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف پرون په یوه ورځ کښې د اوکراین د کابو سلو پوځي تاسیساتو د تباه کیدا خبر ورکړ.
په اوکراین کښې جنګ اوس هم دوام لري او نهویشتمې ورځې ته ورننوتلی دی .
دغه راز د روسیې یوه ډيپلوماټ دیمیتري پولیانسکي خبرداری ورکړ چې ناټو له یوه اټومي قدرت روسیې سره مخامخ دی او باید ماسکو ته ګواښ ونکړي .
هغه وویل د روسیې ګواښل او د ماسکو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ښه کار نه دی او پر دې اساس ناټو له اټومي قدرت سره مخامخ دی او د خپل کړچار ټول ممکنه پایلې محاسبه کړي .
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف پرون وویل روسیه یوازې په هغه بڼه کښې له اټومي وسلو استفاده کوي چې موجودیت یې ګواښ وشي .
بل خبر دا چې د روسیې خارجه وزارت بیګا وویل له خپل هیواده د امریکا یوشمیر ډيپلوماټان وباسي .
ماسکو د امریکا د ډيپلوماټو یو فهرست چې نه خوښ کسان بلل شوي دي په روسیې کښې د امریکا د سفارت یوه لوړرتبه چارواکي ته ورسپارلی دی .