امریکا له طالبانو سره په دوحې کې کیدونکی خبرې لغوه کړې
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو او د بانکي زېرمو د ازادولو په چارو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو امنیت شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره په ښونځیو کې د افغانستان د انجونو د شتون غوښته وکړه .
د افغانستان څه دپاسه یو میلیون انجونې د پسرلي په انتظار کې مکتبونو ته د بیرته ستنیدا لپاره هیله منې وې،خو د طالبانو له ژمنې سره سره ،دا چاره پوره نه شوه . ښونځیو او پوهنتونونو ته د انجونو بیرته تلل او د ټول شموله حکومت جوړیدا د طالبانو له حکومته د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،د ملګروملتو دامنیت شورا په بیګانۍ اعلامیې کې راغلي دي ،د انجونو د ښونځیو د چټي کیدا د دوام په باب د طالبانو فیصله دهغې ژمنې خلاف ورزي ده چې دغې ډلې په وروستیو میاشتو او اونیو کې ئې له نړیوالې ټولنې سره دروان تعامل د یوې برخې په توګه کړې ده .
وروستي راپورونه ښئ چې په افغانستان کې د انجونو د تعلیم په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته دامریکا حکومت هم بیګا اعلان کړی،چې له طالبانو سره د په دوحې کې له کړئ شوي تړونه وځي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس بیګا رسندیو ته وئيلي دي ،د افغانستان د نجونو د زدهکړو په برخې کې د طالبانو پرېکړه ډېره زیاته خواشینوونکې ده او تر هر څه مخکې د افغانستان له خلکو او همداراز له نړیوالې ټولنې سره د دوی له ژمنو په څرګنده شاتګ دی .
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو او د بانکي زېرمو د ازادولو په چارو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.