امریکا له طالبانو سره په دوحې کې کیدونکی خبرې لغوه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113890-امریکا_له_طالبانو_سره_په_دوحې_کې_کیدونکی_خبرې_لغوه_کړې
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو او د بانکي زېرمو د ازادولو په چارو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 26, 2022 07:36 Asia/Kabul
  •    امریکا له طالبانو سره په  دوحې کې کیدونکی  خبرې لغوه کړې

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو او د بانکي زېرمو د ازادولو په چارو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو امنیت شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره په ښونځیو کې د افغانستان د انجونو د شتون غوښته وکړه .

د افغانستان څه دپاسه یو میلیون انجونې د پسرلي په انتظار کې مکتبونو ته د بیرته ستنیدا لپاره هیله منې وې،خو د طالبانو له ژمنې سره سره ،دا چاره پوره نه شوه . ښونځیو او پوهنتونونو ته  د انجونو بیرته تلل او د ټول شموله حکومت جوړیدا  د طالبانو له  حکومته  د نړیوالې ټولنې  تر ټولو مهمې غوښتنې دي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،د ملګروملتو دامنیت شورا په بیګانۍ اعلامیې کې راغلي دي ،د انجونو د ښونځیو د چټي کیدا  د دوام په باب د  طالبانو فیصله  دهغې ژمنې خلاف ورزي ده چې  دغې ډلې  په وروستیو میاشتو او اونیو کې  ئې له نړیوالې ټولنې سره  دروان تعامل د  یوې برخې په توګه  کړې ده .

Image Caption

 

Image Caption

 

وروستي راپورونه ښئ چې په افغانستان کې د انجونو د تعلیم په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته دامریکا حکومت هم بیګا اعلان کړی،چې له طالبانو سره د په دوحې کې له کړئ شوي تړونه وځي .

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس بیګا رسندیو ته  وئيلي دي ،د افغانستان د نجونو د زده‌کړو په برخې کې د طالبانو پرېکړه ډېره زیاته خواشینوونکې ده او تر هر څه مخکې د افغانستان له خلکو او همداراز له نړیوالې ټولنې سره د دوی له ژمنو په څرګنده شاتګ دی .

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو او د بانکي زېرمو د ازادولو په چارو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.