اروپائي مشران له روسیې سره دهیټلر په څير چلند کوي .
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف ووئیل ،اروپائي مشران روسیې ته د خطاب پخپلو څرګندونو کې د هیټلر په شان کړچار لري .
فرانس پریس آژانس راپور ورکړی،د روسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف د روسیې د یوه ډيپلوماټيک فاؤنډیشن له استازو سره په ناستې کې ووئیل ،اروپایانو پر مونږ یو بشپړ هائيبریډي جنګ اعلان او تپلی دی .اوس ډیری اروپائي سیاستوالان کله وغواړي توضیح ورکړي،چې له روسیې سره څه وکړي ،نو له همدې اصطلاح ، (یعنی له بشپړجنګ اصطلاح) څخه چې هیټلري جرمني ورحځه استفاده کولی استعمالوي .
د روسیې خارجه وزیر ووئيل ،دوي خپلې موخې نه پټوي ،د روسیې داقتصاد ځوړتیا ،د شپړ تیاهي اونابودي د دوي موخې دي .
امریکا او لویدیځي هیوادونون په تیرو څو کلونو کې د اوکراین له حکومته پراخ پوځي او مالی ملاتړنه کړي دي او په دغه هیواد کې له شخړو پيلیدا وروسته ئې هم دتالی څټو ځواکونو د لیږدولو ترڅنګ خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی دی .
د روسیې او اوکراین جنګ دوهمې میاشتې ته داخل شوی او تر دې دمه دکی یف لپاره کابو پنځه ویشتو هیوادونو پوځي وسلې اوسازومانونه لیږدولي دي .روسانو ټينګار کړی ، چې د اوکراین دنیواک هیڅ اراده نه لري .