امریکا به د روسیې په منزوي کولو کې بریالۍ نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114046-امریکا_به_د_روسیې_په_منزوي_کولو_کې_بریالۍ_نه_شي
 د روسیې خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د لیدو کاتو مخالف نه دی ،زیاته کړه ،له زلنسکي سره د پوتین  لیده کاته،به  دهغو اساسی مسئلو پّ باه توضیحاتو وروسته چې روسیې مطرح کړي دي ، ممکن وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2022 01:44 Asia/Kabul
  • امریکا به د روسیې په منزوي کولو کې بریالۍ نه شي

 د روسیې خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د لیدو کاتو مخالف نه دی ،زیاته کړه ،له زلنسکي سره د پوتین  لیده کاته،به  دهغو اساسی مسئلو پّ باه توضیحاتو وروسته چې روسیې مطرح کړي دي ، ممکن وي .

 روسیا الیوم خبری چینل راپور و رکړ،  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  پرون په یولړ څرګندونو  کې  ددې خبرې په کولو سره چې  له چین سره دتاریخ ترټولو ښې اړیکې لرو ، ووئيل و  له هند، لویدیځي آسیا ، لاتینې امریکا  او افریقا سره د ماسکو شراکت  پخپل ځاي باقي پاتې دی . 

لاؤروف روښانه ړې ده ، امریکا، نور هیوادونه  ډيموکراسۍ ته بولي ، په داسې حال کې چې  پخپله د دیکتاتورۍ  کړن لاره پر نورو تپي ، نو باید  هغه جعلی ارزښتونه چې له ماډرن لیرالیزم ئې په نظر کې لري ، پر چا ونه تپوو.

 د روسیې خارجه وزیر همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د  اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره  د لیدو کاتو مخالف نه دی ،زیاته کړه ، له زلنسکي سره د پوتین  لیده کاته ، به  د هغو اساسی مسئلو  پّ باب توضیحاتو وروسته چې روسیې مطرح کړي دي ، ممکن وي .

لاؤروف  په دوام کې د  اوکراین بې وسلې کول او د نیونازیزم  دریښې وچول ، دروسیې دوې اصلي غوښتې  بللې او وئيلی ئې دي ، ګروهمن یوو  چې  په ترکیې کې له اوکرانیانو سره  خبرې اترې بریالۍ شي او د کی یف د نظام په لاس په دونباس  کې د  خلکو د  قتل عام د دریدا سبب شي .