امریکا به د روسیې په منزوي کولو کې بریالۍ نه شي
د روسیې خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د لیدو کاتو مخالف نه دی ،زیاته کړه ،له زلنسکي سره د پوتین لیده کاته،به دهغو اساسی مسئلو پّ باه توضیحاتو وروسته چې روسیې مطرح کړي دي ، ممکن وي .
روسیا الیوم خبری چینل راپور و رکړ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون په یولړ څرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې له چین سره دتاریخ ترټولو ښې اړیکې لرو ، ووئيل و له هند، لویدیځي آسیا ، لاتینې امریکا او افریقا سره د ماسکو شراکت پخپل ځاي باقي پاتې دی .
لاؤروف روښانه ړې ده ، امریکا، نور هیوادونه ډيموکراسۍ ته بولي ، په داسې حال کې چې پخپله د دیکتاتورۍ کړن لاره پر نورو تپي ، نو باید هغه جعلی ارزښتونه چې له ماډرن لیرالیزم ئې په نظر کې لري ، پر چا ونه تپوو.
د روسیې خارجه وزیر همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د لیدو کاتو مخالف نه دی ،زیاته کړه ، له زلنسکي سره د پوتین لیده کاته ، به د هغو اساسی مسئلو پّ باب توضیحاتو وروسته چې روسیې مطرح کړي دي ، ممکن وي .
لاؤروف په دوام کې د اوکراین بې وسلې کول او د نیونازیزم دریښې وچول ، دروسیې دوې اصلي غوښتې بللې او وئيلی ئې دي ، ګروهمن یوو چې په ترکیې کې له اوکرانیانو سره خبرې اترې بریالۍ شي او د کی یف د نظام په لاس په دونباس کې د خلکو د قتل عام د دریدا سبب شي .