د روسیې پرضد د جوبایډن څرګندونې د غمیزې سبب کیدلی شي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخاروا پرون د ماسکو او د روسیې د چارواکو پرضد د امریکا د ولسمشر جوبایډن د احساساتي وینا د پایلو په هکله خبرداری ورکړ .
هغې وویل هیله منه یم چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن دا ډول لمسونکي څرګندونې سبب نشي چې بایدن په خطرناک کار لاس پوری کړي چې ټوله دنیا تر اغیز لاندې ورولي .
د کرملین د ماڼۍ ویاند دمیتري پسکوف هم د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپل هیواد له ښاریزو سره نشي کولای د داسې سړي په هکله چې په روسیې کښې په واک کښې دی فیصله وکړي او دا یوازې د روسیې ښاریز دي چې د خپل هیواد د ولسمشر د انتخابولو لپاره په رایو اچولو کښې ګډون کوي او په دې هکله فیصله کولای شي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن پولینډ ته په سفر کښې ادعا کړي وه چې د روسیې ولسمشر پوتین باید په واک کښې پاتې نشي .
جوبایډن په داسې حال کښې د روسیې پرضد سخته لهجه کاروي چې د امریکا دننه نظرسنجیانې د هیواد په خلکو کښې د جوبایډن د محبوبیت د کمیدا او د هغه د کړچار د نه تائیدیدا ښودنه کوي .
بل خبر دا چې هالینډ ، بیلجیم او ایرلینډ جمهوریت پرون د روسیې دوه څلویښت ډیپلوماټان وویستل .
لویدیځو هیوادونو په اوکراین باندې د روسیې له حملې سره په یووخت د ماسکو پرضد خپل کمپاین سخت کړی دی .
روسیې ویلي دي په اوکراین باندې د ماسکو حمله د جنګ د شروع کیدا په معنا نه ده بلکې په نړیواله سویه د یوه جنګ د مخنیوي لپاره یو اقدام دی .
په اوکراین کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو لاسوهنې په دغه هیواد کښې د جنګ د رامینځته کیدا سبب شوي دي .